د ژوند یو نوم هنر او مهارت دی

لیکنه: فیض الله فیض منګل

موږ د رقابت پۀ نړۍ کې ژوند کوو؛ د نړۍ انسانان ټول پۀ دغه هڅه کې دي چې معصر او بانفوسه تمام شي.

خلک یې د یو شتمن، عالم او د قدر شخص پۀ نوم وپیژاني؛ ټولنه ترې تاثیر ګزاره وي.

د دې کار لپاره چې باید خاصې ځنګړنې ولرو لۀ نورو خلکو جلا او بېل واوسو موږ باید هنرونه او مهارتونه ولرو.

دغه کار کول اسانه کار نۀ دی! موږ ته به ستونزې او خنډونه راولاړیږي د خلکو له پوښتنو او ګرویګنو سره به لاس او ګرېوان وو، ډېر رقیبان او سیالان به زمونږ مخې ته راولاړیږي خو مونږ به خپل کار یعنې خپل هدف ته ځان راسوو.

دا زمونږ حق دی چې سالم رقابت وکړو یو لۀ بله مخکې شو که رقابت او برابریت نۀ وای نو بدلون او نوښت به هم نۀ وای همدا د رقابت بدیل دی چې موږ نوښت کوو وروسته نوښت د بدلون او پرمختګ وسیله جوړیږي پرمختګ د انسانانو ژوند ته اسانتیاوې برابرې کړي دي انسانان ارام ژوند لري او د نورو اسانتیاو په لټه کې دي.

د مهارت تعریف:

مهارت هغه پوهه او توان دی چې تاسو ته د دې توان درکوي چې یو څه ښه او پۀ نوي بڼه ترسره کړئ.

د عمدي او مطابقت لرونکي پیچلي فعالیتونو یا دندې چې د عقیدې (سنجیکي مهارتونه) شیان (تخنیکي مهارتونه) او یا خلک(شخصي فعالیتونو) په اړه د عمدي او منظم ترتیب کولو له لارې ترلاسه شوي وړتیاوې همدا شان د یوې پوهې په اغیزمنه توګه او په آسانۍ سره په اعدام یا اجرأ کې کارول وړتیا یا همغږي په تیره بیا د زده شوو فزیکي دندو اجرأ کولو ته هم مهارت ویلی شو

 

د هنر تعریف:

د هنرونو هیڅ نړیوال تعریف نشته مګر عمومي موافقه شتون لري چې هنر د مهارت او تخنیک څخه کار اخیستل د ښکلا یا معنا وړ شیانو بډایه جوړونه ده. مګر هنر آرامه دی.

او د هنر تعریف په ټول تاریخ او پۀ مختلفو فرهنګونو کې بدلون موندلی دی.

د هنر تعریف په عمومي توګه دریو کټګوریو ته رسیدلی استازیتوب، بیان، اوت بڼه. افلاطون د لومړي ځل لپاره د هنر مفکورې “مائمسس” دی کوم چې په یونان کې کاپي کولو یا تقلید معنی لري پۀ دې توګه د هغه څۀ استازیتوب کوي چې د هنر لومړنی تعریف یا د ښکلا پۀ معنا دی.

<<[د هنر تعریف له کتابونو]>>

که غواړئ چې تاسو هم یو مدبېره شخص واوسئ نو پۀ کار ده چې خپل مهارتونه لوړ کړئ ځکه چې نړۍ بدلون ته اړتیا لري او پۀ دې لټه کې ده چې وګړي یې ورته جالب او نوښت لرونکي کارونه وکړي.

تبسم مروت یو هنري بیت راوړم:

بې هنره نه دا دین نه دې دونیا دي

قيمتي کارونه واړه په هنر شي.

د کمال او مهرت لوړولو لپاره د علم او زدۀ کړې اړتیا ده.

مونږ باید فرضاً خپلو زدۀ کړو ته اولیت ورکړو ځکه بې لۀ علمه هیڅ کمال ،کمال نه دی.

پۀ کار ده چې د زده کړو لپاره حاص معیار وټاکو پۀ دغه معیار کې زموږ مینه او علاقه هم خوره مهمه ده؛ ولې ځکه چې له مینې او علاقې هیڅ نوعه (ډول)کار مخته نه ځي

ارواپوهان وایي: چې بیروني نړۍ د داخلي نړۍ یوانعکاس دی.

کله چې پۀ کوم کار کې مینه او علاقه موجوده وي پۀ هغه کار کې نوښت او بدلون لۀ وریا ښکاري.

هنر او مهارت د ژوند هوساینې او بسینې لپاره ډېر اړین دی.

که غواړئ چې خپل جرأت او باور لوړ کړئ! په کار ده چې خپل مهارتونه لوړ کړئ!

زه به دخپل ځان یوڅو ځانګړنې درته ووایم زما تل هڅه دا وي چې یو نوی کار وکړم او ځان ته یو نوی رنګ ورکړم کله چې زما مخې ته یو سخت او ستونزمن کار راشي زۀ یې د یو هدف او موخې په څېر په یو سپین کاغذ ولیکم او ځان ته یې داسې فرض کړم چې ګواکې دا زما لپاره یو لوی چیلېنج(اخطار) دی که مې پوره کړ زه به یو لوی بریالی انسان جوړ شم همداسې وشي زۀ چې کله کوم ناممکِن کار ترسره کړم بیخي د خوښۍ احساس کوم او داسې وایم چې زه یو اتل یم او د نورو پیچلیو،مغلکو کارونو زغم او حوصله راوبخښي.

پۀ همدې هکله د اروا پوهنې یو بخث دی:

رټيکیولر کورټکس مو فعاله کړئ!

هر انسان پۀ خپل مغز کې د رټیکیولر کورټکس پۀ نوم یوه برخه لري. دغه کوټې ته ورته جوړښت لري کټ مټ داسې کار کوي لکه پۀ یوه ستره دفتري ودانۍ کې د تېلېفون مرکز ټولې تلېفوني اړیکې لومړۍ دغه مرکز ته راځي او وروسته ټاکلو کسانو ته رهبري کیږي د مغز دا برخه هم ټول بیروني معلومات ستاسې اړوند برخوته رهبري کوي.

لکه چې تاسو د اهدف مسېج د مغز دې برخې ته استوئ هغه تاسې خبروي او ستاسې او ستاسې په چاپېریال کې شته کسانو فرصتونو او معلوماتو ته زېګنال ورکوي چې لۀ تاسې سره هدف ته پۀ رسېدو کې مرسته کوي.

نور نه غواړم چې ستاسې د زغم کړۍ راتنګه کړم، خپلې خبرې راټولوم او پۀ پای کې بیا پر دغه خبره ټینګار کوم چې د ځان لپاره یو ښۀ مسلک غوره کړئ! هغه مسلک چې تاسو په ریښتیا ورسره مینه ولرئ.

کله که مو کوم مسلک یا کار سره مینه نۀ وه هغه تاسو ترسره کوۍ یایې زده کوۍ نو څه ډول چې لازم دی یا څه ډول ترسره کیږي په هغه شکل سره بیا نه شي ترسره کېدلی.

مثلًا بې له مینې یو کار ترسره کول نا ممکِن نه دی خو ثمره یعنې پایله یې مثبته نۀ وي.

غواړم د ژوند په نورو اړینو برخو باندې راتلوونکي کې کار وکړم.

ستاسې د دُعا غوښتونکی: فیض الله فیض منګل