د ژوند (۱۳) هغه حقیقتونه چې باید ټول یې ومنو

ژباړنه: هاجره عمر

ژوند لکه هنداره؛ څونه چې ورته خاندئ؛ هغومره به غوره پایلې لاس ته راوړو.

شل کاله وروسته د هغو کارونو په پرتله چې کړي مو دي د هغو کارونو لپاره زیات خواشیني کیږو چې هېڅ مو نه دي کړي.

هیڅکله مو ځان له نورو سره په پرته کوئ، که  مو دا کار وکړ نو د ځان مو سپکاوی مو وکړ!

څه مو چې ذهن کې دي، تر هغه زیات په بهرنۍ نړۍ کې په لاس نشي راوړلی.

ژوند د ستورو او سپوږمۍ په شان ښکلی دی پرته له هغو  ورځو چې آسمان ورېځ وي.

شمعی اورلګیت ته وویل:

له تا وېریږم ځکه ته زما قاتل یې

اورلګیت وویل:

له ما څخه نه بلکه د هغه تار څخه وویریږه په خپل وجود کې د ځای ورکړی!

(انسانانو د نابودي دلیل خپل منفي فکرونه دي نه بهرنی عوامل)

څېړنکو ثابته کړې ده چې هر څومره یوه موضوع چا ته ډېره واضح کړی او کوښښ وکړی قناعت ورکړی، هغه کس به لږ قانع او ډیر به په خپلو خبرو ټینګار کوي.

بیخي کم، یانې په سلو کې یو کس په دې ارزي چې بحث ورسره وشي، نور پریږدئ څنګه یې چې زړه غواړي هغسې خبرې وکړي ځکه هر څوک دا اخیتار لري چې احمق واوسي…!

که د چا په یاد یو دا زمونږ هنر نه بلکه د هغوی هنر دی؛ څومره ښه  ده چی له خلکو سره ددیې لپاره مینه ولرو چی ارزښت یې لري نه د اړتیا،  یوازیتوب او یا هم د مجبوریت له امله!