د ښه استاد ځینې ځانګړتیاوې

لیکنه: عبدالله

ډېر خوشحاله یم چې الحمد لله یو ځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د ټولو ګرانو استادانو څخه په ډېره عاجزۍ او درناوۍ هیله کوم چې ماته په قهر نشي، او دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي، او که چېرې په دغه لیکنه کې ځینې ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو هغه د بیا په عمل کې پیاده کړي.

د یادولو وړ ده، چې زما د ژوند لویه برخه یا په شاګردۍ او یا په معلمۍ کې تېره شوله، او هنوز هم تېرېږي. زه غواړم چې د خپلې اوږدې عملی تجربې په نظر کې نیولو سره تاسې ته خپل نظر په ډېر صداقت او امانتدارۍ سره وړاندې کړم.

تر ټولو لومړی دغه مهم او اصلی ټکی باید ټولو استادانو ته په شه توګه معلوم وي، چې هر نېک عمل باید یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء د حاصلولو په خاطر وي، او بس.

زه په ډېره درناوۍ غواړم چې ګرانو استادانو ته ځینې ټکي په لاندې ډول سره وړاندې کړم:

۱- ښه استاد باید د خپل مسلک سره د زړه له کومی علاقه ولري، او خپل مسلک ته ډېر په احترام قایل وي. استاد خپل مسلک یوازې د تنخواه په خاطر نه، بلکې د علاقې او خدمت په خاطر د خپل ځان د پاره انتخاب کړی وي.

۲- ښه استاد باید په خپل مسلک کې ښه پوهه او ښه استعداد ولري، که نه، نو هغه یا باید لازمه پوهه لاسته راوړي، او یا دغه سپېڅلې وظیفه پرېږدي، او خپل ځان ته بله وظیفه پیدا کړي. د یوه ملک د شاګردانو له راتلونکي ژوند سره جفاء کول ډېر غټ ظلم دی، او دغه باید د دوی په حق کې په هیڅ صورت کې ونشي.

۳- ښه استاد باید ډیر مهربانه او د نرم زړه څښتن وي. ښه استاد باید شاګردان لکه خپل اولاد داسې وګڼي. کله چې یو شاګرد یوه استاد ته د کمک د پاره د هغه دفتر ته ورشي، نو استاد ته باید خپل اولادونه پدغه وخت کې ور په یاد شي، او له دغه شاګرد سره ښه په اخلاص کمک وکړي. یو ټکی باید ښه واضح شي چه استاد باید ټنبل شاګرد ته د هغه د درس په برخه کې حقیقت ووایي، او هغه مخکې له مخکې ښه پوه کړي چه که درس ونه وایي، ناکامه کیږي.

۴- ښه استاد باید ډېر باناموسه او غیرتي انسان وي، او هغه ته د بل چا د اولاد عزت، عفت، غیرت، شرم او حیاء د خپل اولاد له عزت، غیرت، عفت، شرم او حیاء څخه په هیڅ صورت کې کم نه وي. ښه استاد باید په هیڅ وخت کې له خپل عالی مقام څخه ناوړه ګټه پورته نکړي.

۵- ښه استاد ته لازمه او ضروری ده چې ډېر عادل او باانصافه وي. ټولو شاګردانو ته په یوه سترګه وګوري. شاګردانو ته د استاد بې انصافي ډېره سخته تمامیږي، او د دوی په ژوند ډېره ناوړه اغیزه کولای شي.

۶- ښه استاد باید د خپل درس د پاره ښه تیاري ونیسي او د یوه منظم درسي پلان له مخې په وړاندې ولاړ شي.

استاد باید هیڅکله د مکملې تیارۍ څخه پرته ټولګی ته ولاړ نشي، او له ډېرو بېځایه عذرونو څخه باید ډه ډه وکړي.

ځینې استادان عذر وړاندې کول خپل عادت ګرزوي.

۷- ښه استاد باید پخپله شاګردان سوال کولو ته تشویق کړي. دغه ټکی باید شاګردانو ته ښه واضح کړل شي چه استاد هم د دوی په شان یو انسان دی، او انسان له غلطۍ څخه خالی نه وي. که کوم وخت استاد کوم سوال ته ځواب ورنکړای شي، ډېره مهمه نده، د هغه صحیح ځواب د بله ورځ ورکړل شي. استاد باید دغه خبره چه زه به سبا ته ځواب درکړم، خپل عادت ونه ګرزوي.

۸- ښه استاد باید مخکې له مخکې د خپل درس مواد ښه په غور او دقت سره وګوري، او که کومه غلطی پکې وي، هغه اصلاح کړي. شاګردان په عمومی ډول سره د استاد غلطي نه خوښوي.

۹- ښه استاد باید خپل نظافت په ښه توګه مراعات کړي، خپل بدن او لباس پاک او ستره وساتي. د یادولو وړ ده چې د نظافت او د فلم د هلک او نجلۍ تر منځ باید ښکاره فرق وشي. ځینې شاګردان او استادان ډېر وخت په ظاهری ښکلا تېروي. دوی باید پوه شی چې دوی صنف ته روان دي، او د کوم فلم د صحنې ډکولو ته ندي روان.

۱۰- ښه استاد باید د ډېرې ښې رویې او سلوک خاوند وي، او دده ښه رویه شاګردانو ته دا جرأت ور کړي چې هغوی خپل مشکلات په ښه آرامه فضاء کې وپوښتي، او هغه حل کړي. د استاد ښه رویه شاګردانو ته حیاتي اهمیت لرلای شي.

۱۱- ښه استاد باید تندخویه نه وي، او په شنډو یی مسکا ډېره ښه مزه کوي. د شاګردانو نرم مزاجه او خوښ طبعته استاد ډېر ښه خوښیږي. د استاد سره خلاصه ټنډه ډېره ښه ښکاره کیږي.

۱۲- ښه استاد هیڅکله خپل شاګرد نه توهین کوي، خصوصاً د نورو شاګردانو په مخ کې. البته د استاد جدي نصیحتونه د توهین سره اشتباه نشي.

۱۳- ښه استاد باید هر وخت د یوې موضوع په هکله ښه مکمل معلومات ولري، او بیا شاګرد ملامت کړي. د مثال په توګه که یو استاد یوه شاګرد ته په لږشانته قهرجن آواز ووایي چې پرون چېرې وې؟ او صنف ته ولې نوې راغلی؟ او شاګرد ورته ووایي چې استاده! مور مې مړه وه، او لدې کبله زه رانغلم.

۱۴- ښه استاد باید د اسلامي اخلاقو یوه ښایسته ټوټه وي او هغه د خپلو شاګردانو د پاره د بهترین مثال او نمونې په توګه وګڼل شي. شاګردان هر وخت د خپل استاد کړه او وړه ته ډېر متوجه وي او هغه ژر کاپی کوي.

۱۵- ښه استاد هر وخت د شاګردانو مشکلاتو ته ښه په غور سره غوږ نیسي، هغه ښه په حوصله او دقت سره اوري، او د امکان په صورت کې قانوني کمک ورسره کوي.

۱۶- ښه استاد د خپلو شاګردانو رازونه پټ ساتي. شاګردان کله ناکله خپل شخصي او کورني مشکلات خپل اعتمادي استاد ته وایي. استاد باید د شاګردانو د کورني مشکلاتو او بد حالت څخه د ځان په اړه ناوړه ګټه پورته نکړي.

۱۷- ښه استاد له خپلو شاګردانو سره د هغوی د فارغ کېدو څخه وروسته هم خپل ارتباط ساتي، او دوی ته ګټورې مشورې ورکوي. ښه استاد شاګردانو ته د هغوی د غوښتنې په وخت کې مناسب سفارښت لیکونه بېله ځنډه ژر ور استوي.

۱۸- ښه استاد خپل شاګردان د هغوی په خپلو نومونو یادوي، او شاګردان د استاد په دغه کار ډېر خوښحاله کېږي. شاګردان چې په خپل نامه یادشي، هغه داسې فکر کوي چې دی د استاد په نزد د خاص ارزښت او احترام وړ شاګرد دی.

۱۹- ښه استاد خپل درسي وخت په نورو خبرو نه تېروي، او د سلام وړاندې کولو څخه وروسته سمدلاسه خپل درس شروع کوي. ځینې استادان هره ورځ یوه اندازه وخت په شخصي تکراری کیسو تېروي.

۲۰- ښه استاد د یو مضمون ټول درسي مواد په مکمله توګه شاګردانو ته په ښه ډول تدریس کوي. داسې نکوي چې هغه مواد چې دده زده وي، هغه تدریس کوي، او هغه مواد چې دده زده نوي، هغه نه تدریس کوي.

۲۱- ښه استاد د وړو امتحانو (Tests) پارچې د استاد په موجودیت کې بېرته شاګردانو ته د کتلو د پاره ورکوي، ترڅو شاګردان خپلې نمرې وګوري او خپل قناعت حاصل کړي.

۲۲- ښه استاد خپلو شاګردانو ته ښه اړخیزه او واضح نظر(Feedback) د دوی د کارونو په برخه کې په لیکليې توګه وړاندې کوي او د امکان په صورت کې هغه ملاحظات په شفاهی ډول هم ورته تشریح کوي.

۲۳- ښه استاد باید هره ورځ د شاګردانو حاضری واخلي، او هغو شاګردانو ته چې زیاته غیرحاضری کوي، په ښکاره توګه وویل شي، چې دغه کار د دوی په تاوان دی. که چېرې شاګردانو کولای شوای چې بدون د استاد له تشریح څخه یو مضمون زده کړای شي، نو بیا به د دغه لوړ فیس ورکولو څه ضرورت نه و، نه داسې نده، د استاد تدریس ته اشد ضرورت دی.

۲۴- ښه استاد د امتحان پارچو ته په ډېر غور او دقت سره نمرې ورکوي، او هغه یو ځل بیا هم ګوري چې کومه غلطی په کې واقع شویې نه وي. ښه استاد ته د شاګردانو نمرې ډېر ارزښت لري، او د هغه په حصه کې بې غوری او بې پروایی نکوي.

۲۵- ښه استاد باید د یوه مضمون د درسی موادو په باره کې بهترین کتاب شاګردانو ته ور په ګوته کړي. نن سبا د یوه مضمون په هکله زیات کتابونه چاپ کیږي، او له هغو څخه ښه کتاب باید شاګردانو ته تعین شي.

۲۶- ښه استاد د درس په برخه کې هیڅ کوم شی له شاګردانو څخه پټ نکړي، او هره ګټوره موضوع چه د استاد په فکر کې راوګرزي، هغه باید سمدلاسه شاګردانو ته بیان کړي. دغه خبره باید شاګردانو ته معلومه وي، چې استاد ته کله ناکله نوی فکرونه او طریقې د درس ورکولو په وخت کې پیدا کیږي. البته دا پدې معنا نده چې استاد به د امتحان سوالونه هم شاګردانو ته ورښکاره کوي. ددې خبرې مقصد دادی چې په ځینو وختو کې چې استاد یوه موضوع په صنف کې تشریح کوي، د هغو په فکر کې یوه بله آسانه طریقه ګرزي، نو هغه باید له شاګردانو سره شریکه شي، او لدوی څخه پټه و نه ساتل شي.

۲۷- ښه استاد باید د امتحان سوالونه له هغه درسی موادو څخه جوړ کړي چې شاګردانو ته هغه درس ورکړل شوی وي. دا به انصاف نه وي، چې استاد له هغه موضوع څخه د امتحان سوالونه جوړ کړي، چې هغه باالکل په صنف کې په یوه ترتیب او بل ترتیب ذکر شوی نه وي.

۲۸- ښه استاد خپلو شاګردانو ته د پخوانیو امتحانو سوالونه او حل ور کوي. دا باید واضح شی چه د پخوانیو امتحانو سوالونه بهترین سوالونه د تمرین د پاره دي. شاګردان باید هغه حتمی لاسته راوړي، او وګوري چې کوم ډول سوالونه په امتحان کې راځي. البته دا ټکی باید واضح شي، چې شاګردان داسې فکر ونکړي، چې دغه د پخوانی امتحانو سوالونه به بیا په امتحان کې راځي، نه داسې نده، هرکال استادان نوی سوالونه جوړوي.

۲۹- ښه استاد د سمستر په لومړني وخت کې د شاګردانو لیاقت او پوهه د یوه امتحان پذریعه معلوموي، او د هغو د ضرورت په اندازه بیا اضافګي کمک له ځینو شاګردانو سره کوي.

۳۰- ښه استاد د معیوبو شاګردانو ډېر خیال ساتي، او د هغو له خاصو ضروریاتو څخه ځان ښه خبر کړي، او هغو ته جدی پاملرنه وکړي. که کوم شاګرد د خاصو بدنی نیمګړتیاو له کبله زیات وخت ته ضرورت لري، هغه باید د امتحان شعبې ته د امتحان څخه مخکې خبر ورکړل شي.

۳۱- ښه استاد خپلو شاګردانو ته د درسی مشکلاتو د حل لازم وسایل او تخنیکونه ورښیي، چې د هغو په رڼا کې وکولای شي، خپل مشکل په خپله حل کړي.

۳۲- ښه استاد باید چه ډېر مجبور نشي، نور اضافګي کارونه د پیسو د لاسته راوړلو د پاره ونکړي. خپل اضافګي وخت د درس د آمادګۍ او ښه والي د پاره مصرف کړي. دا د ښو واکمنو مسٔولیت دی چه د یوه استاد د ژوندانه مصرف په کافی اندازه په نظر کې ونیول شي، او دوی مجبور نشي چې د استادۍ تر څنګ بله وظیفه واخلي.

۳۳- ښه استاد باید بې له عذره غیرحاضری ونکړي، او خپلو درسو ته په منظم ډول په خپل وخت کې حاضر شي. که کوم وخت ونشي کولای، چې خپل درس ته حاضر شي، نو بیا د شاګردانو ته خبر ورکړل شي.

۳۴- ښه استاد د امکان په صورت کې باید له خپل شاګردې سره د شاګردۍ په دوران کې واده ونکړي. د استاد او شاګرد مقامونه یو له بل څخه توپیر لري. که فرضاً دغسې واقع شي، نو بیا به استاد ته ډېره ګرانه وي، چې عدالت د شاګردانو په منځ کې تأمین کړي.

۳۵- ښه استاد هغه وي چې د هغې شاګردان چې کله هغه وویني، هغه ټول د خوښحالۍ حس وکړي، او خپله لاره او کوڅه د خپل استاد د لیدلو په وخت کې بدله نکړي.

۳۶- ښه استاد هغه دی چې هرکله دده نوم په یوه ځای کې یاد شي، شاګردان ښه پرې ووایي، د هغه شاګردان د هغه د پاره د زړه له کومی دعا وکړي، او د هغه د نېکو کارونو یادآوری وکړي.

په پای کې زه د یوه شاګرد په حیث په ډېر اخلاص او صداقت سره د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او خپلو مسلمانو استادانو ته د زړه له کومی د مغفرت دعاکوم، او الله(ج) د هغه ټول که مړه وي، د قبر له عذابه او د جهنم له اوره وساتي، او الله(ج) د دوی ټولو ته جنت الفردوس په نصیب کړي، او که چېرې کوم یو تر اوسه پورې ژوندی وي، نو دوی ټولو ته خپل سلامونه او احترامونه وړاندې کوم.

همدارنګه زه په ډېره عاجزۍ سره یو ځل بیا د یوه استاد په حیث، د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ لاسونه پورته کوم، چې الله(ج) د زما ټولو شاګردانو ته هدایت د نېکۍ وکړي، او الله(ج) د دوی ته په هر ځای، هروخت او هر حالت کې دنېکو کارونو د سرته رسولو، او د بدو کارونو د نه کولو توفیق ورپه برخه کړي، او له موږه سره په صراط المستقیم برابر لري. آمین یارب العالمین. وسلام. په ډېره عاجزی او درناوی.

الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړی کې هغه شانته سوله راولي چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وې. آمین، یارب العالمین.

تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان.