د ښه څیړونکي ځانګړتیاوي

ژباړه:رحیم امین

یوه ستونزه چې زیاتره زده کوونکي ځوروي  هغه دادی چې ایا دوی ښه څیړونکې کیدلی شي او کنه ؟ دا پوښتنه ځکه دوی ته پیدا کیږي چې د یوه انسان د څیړنې وړتیا هغه وخت ښه څرګندیږي کله چې عملا څیړنه وکړي. ډیری زده کوونکي وار له مخه دا ویره لري چې په څیړنه کې به تیروتني وکړي او یا دوی ښایې ښه څیړونکي ونه اوسي. په هر صورت، یو څیړونکی باید ډیر ځیرک وي او ډیر پام باید وکړي چې تیروتني ونکړي خو بیا هم له تیر وتنو ویره نده په کار ځکه تیروتني د انسان په طبیعت کې اخښلې دي. پدغه لیکنه کې زه هغه ځانکړتیاوي په لنډ ډول لیکم چې یو څیړونکی یې باید ولري خو دا چې تاسو څیړونکی کیدلی شی او کنه په راتلونکې کې به په دې اړه بله لیکنه درته وکړم.

د یوه ښه څیړونکي ځانګړتیاوي په لاندې ډول دي:

۱-  یو ښه څیړونکی تل د نویو معلوماتو تږۍ وي:

یو ښه څیړونکی تل نوی فکر کوي او هر ډول معالوماتو ته په خپل سر کې ځای ورکوي ځکه چې تنګ نظره انسانان ښه څیړونکي نشي کیدلی. یواځې د معلوماتو په لټه کې نه وي بلکې د هغوی دداسې څیړلو فکر ورسره وي چې نوې بڼه ولري. څیړونکی داسې فلسفه غوره کوي چې له معالوماتو هاخوا فکر وکړي تر څو نوښت وکړي. ښه څیړونکی د یوه مضمون داسې تل ته ځې چې نورو یې په اړه فکر نه یې کړی او یا نه یې تللي.

۲- یو څیړونکی له ځانه د چاپیره ځیزونو په اړه ښه او لټونکی حس لري:

د یو څه په اړه د لټون وړتیا د شیانو له څارلو سرچینه اخلې نوځکه څیړونکی خپل چاپیریال ته ښه پام کوي. یو ښه څیړونکی د پیښو د پیښیدلو په پرتله د هغوی پیښیدل زیات اټکل کوي او د نورو په پرتله یې حالت چټک څاري او د حل په اړه یې فکر کوي.

۳- یو ښه څیړونکی تل یو څه انعکاس کوي او یا د هغو شیانو په اړه فکر کوي چې ده ته پیښیږي:

څیړونکي تل هغه پوهه منعکسه کوي چې یا دوی تر لاسه کړي او یا یې د لاسته راوړلو په حال کې وي. د بیلګې په توګه که تاسو یو څه په ښوونځي کې ویلې وي نو په پوهنتون کې په ویلو یې تاسو بل ډول تصور کوی او یو له بل سره یې پرتله کوی  چې همدا ځیرنه د یوه نوې فکر پیل دی. ښه څیړونکی د پوهي په لړ کې کله فکر کوي او کله بند پاتې شي خو اخیر خپل مطلب داسې حاصل کړي چې له نورو بیل یې.

۴ـ یو ښه څیړونکی باید دومره هوښیار وي چې د خپل نظر اظهار په سم ډول وکړي:

یو ښه څیړونکی نشي کولی خپل نظر په سم ډول څرګند کړي که چیرته هغه سم لیکوال نه یې نو د اظهار لپاره یې د لیکلو وړتیا ډیره اړینه دی.

۵ـ یو ښه څیړونکی باید یو حالت د نورو په پرتله سیستماتیک یا منظم وڅاري.

څیړنه تل منظم او با هدفه فکر کولو ته اړتیا لري کنه بیا څیړونکی سمې پایلې ته نشي رسیدلی. منطقي تحلیل د یوه ښه څیړونکي ځانګړتیا دی.

۶– یو څیړونکی باید نوښتګر او با هدفه وی:

مانا دا چې هغه باید د پایلو هیله مخکې د ډیټا له څیړلو ونلري او د ډیټا له تحلیل نه وروسته داسې څه پیدا کړي چې ده یې مخکې به اړه فکر نه یې کړی.

نوري ځانګړتیاوي:

۷ـ  څیړنې ته باید پوره وخت ورکړي.

۸-  د څیړنې په اړه باید لمړی ښه مالومات او پوهه ولري.

۹ـ په څیړنه کې باید صادق او ژمن وي.

۱۰- که چیرته په ټیم کې کار کوي باید نورو ته د څیړنې په اړه سم معالومات ورکړي او له خپل مسولیته ونه تښتي.

۱۱- د هغه څه به اړه باید منطقي فکر وکړي چې غواړي تر لاسه یې کړي.

۱۲- له خپل کار سره باید پوره مینه ولري ځکه څیړنه له هر څه شوق او میني ته اړتیا لري.

۱۳- د نورو نه د کاپې کولو نه باید ډډه وکړي.

۱۴- ډیټا یا خام مالومات باید په سم او منظم ډول ټول کړي.

۱۵- د څیړنو به وخت کې باید د نورو نیوکو ته پام وکړي او له نیوکو ځان پټ نکړي.

۱۶- یو څیړونکی باید دا وړتیا ولری چې یوه ستونزه ژر تشخیص او درک کړي.