د ښوونکو معاشونه باید په الکترونیکي ډول حواله شي

د پوهنې وزارت وايي، دا مهال د ۶۶ سلنه ښوونکو معاش په الکترونیک ډول او د ۱۸۳ ولسوالیو د ښوونکو معاش د معتمد په لاس ورکوي؛ خو له دې وروسته به د ټولو ښوونکو معاشونه په الکترونیکي ډول حواله کېږي.

د دې وزارت ویانده نوریه نزهت رسنيو ته ويلي، دا کار د ناقانونه اخا‌ذۍ د مخنیوي او د شفافیت په خاطر کوي؛ تر څو ښوونکي فکري ارامښت د خپلو معاشونو په تړاو ترلاسه کړي.

نوموړې وايي، تر دې دمه د ۱۹۵ زره او ۲۷۵ ښوونکو معاشونه د موبایل او بانک له لارې حواله کېږي او په دې یې کار روان کړی دی چې دا پروسه تر اخره پورې ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د پوهنې وزارت د یو شفاف سیستم په رامنځته کولو له ټینګار سره ویلي وو چې ښوونکو ته به د مسکن او کور اسانتیاوې هم برابروي، چې تر اوسه په دې اړه اقدام نه دی شوی.