د ښوونې او روزنې په اړه د بیلا بیلو فلسفي مکتبونو نظرونه

لیکوال:  سیدشاه ګل ویاړ

د ښوونې او روزنې په اړه د ایډیالیستانو(عقل پلویانو) نظر:

دا مکتب روزنې ته ځانګړی اهمیت ورکوي او پدې عقیده دي، چې د ښوونې او روزنې موخه باید د شاګرد د ذهن وده او تکامل وي او د حافظې په مرسته مطالب زده کړي. ښوونځی باید په عقلي فعالیتونو باندې زیات ټینګار وکړي. پدې تربیتي فلسفه کې د ښوونې او روزنې موخو ته د تدریس د روشونو په نسبت ډیره توجه کیږي او همدارنګه د انساني علومو مطالعې ته د طبیعي علومو له مطالعې ډیر اهمیت ورکول کیږي. د دوی په نظر انسانان د روزنې وړ موجود دی. د دې مکتب پیروان ښوونه او روزنه داسې تعریفوي چې ښوونه او روزنه د انسان نفوذ او اغیز په بل انسان باندې دی او هغه جریان ده چې انسان د خپلو باالقوه استعدادونو د غوړونې لپاره د شخصي هڅو په لور رهنمايي کوي. د دوی په باور روزنه دوه طرفه جریان ده چې هر یو(شاګرد او معلم) باید فعال وي. انسان باید اخلاقي ارزښتونه له ښوونځي زده کړي.

د دوی له نظره ښوونه او روزنه ځینې موخې لري، چې د هغې له جملې څخه يې مهمې په دې ډول دي:

۱ – د حقیقت پلټل     ۲- ځان غوړیدنه   ۳- د خوی یا فطرت رشد     ۴- ذهني رشد

خو دوی ټینګار پدې کوي چې د ښوونې او روزنې په هره سطح کې تر ټولو مهم لامل دا دی چې شاګردان د فکر کولو لور ته سوق کړي. دوی وايي چې فکر کول کولای شي چې ژوند ته تغیر ورکړي.

نو د دوی په نظر د روزنې موخه دا ده چې انسان د کمال تر ټولو لوړې درجې ته د کومې چې وړتیا لري ورسوي. ښه انسان هغه دی چې معلومات ولري. په ټوله کې دا مکتب یو معلم محوره مکتب دی.

د ښوونې او روزنې په اړه د پراګماتیزم (عمل پلویانو) مکتب نظر:

دوی فعاله ښوونځي او فعاله شاګرد ته خپله توجه کوي، د دوی په نظر د مکتب او ښوونې روزنې کار همدا دی چې هغه فعالیتونه انتخاب کړي کوم چې د اساسي معرفت او فهم سبب وګرځي. په دویمه مرحله کې د شاګردانو علاقه او میلان د تجربو په انتخاب کې ډیر اهمیت لري، چې د معلم دنده د علاقې تحریک او هدایت کول دي. مکتب باید د مچیو د ځالې په څېر وي، معلم باید د تیرو تجربو نه په استفادې د شاګرد سره مرسته وکړي تر څو د شاګرد ستونزې درک کړي، تر څو د اوس وخت تجربې د راتلونکو تجربو د پراختیا وسیله وګرځوي. د دې فلسفي مکتب له نظره، که چیرې روزنه یوازې په مالوماتو او اطلاعاتو پورې محدوده شي، نو خپل ارزښت له لاسه ورکوي؛ ځکه د هر شي ارزښتي مفهوم د هغه د عملي کولو په پایله کې نغښتی ده. د ټولګي چاپيریال باید په شاګردانو کې د دیموکراسۍ روحیه وروزي، شاګردان باید خپلو فردي ارزښتونو او عقلي ځواک ته متوجه کړي.

په دې مکتب کې درسي برنامه په کلي توګه د مطالبو او فعالیتونو د فهرست کولو څخه نور څه نه دي، چې د درسي موادو محتوا باید حساب، ساده ریاضیات، تاریخ، جغرافیه او تجربي علومو مسایل واوسي، کوم چې باید په لومړیو کې د افرادو د ژوند د عادي تجربو څخه وټاکل شي. د (دیوي) له نظره ښوونځی باید د ماشومانو د څلورو(۴) مېلونو یا علاقو( ټولنیز ارتباط ته مېل، د شیانو پلټنې او بررسی ته مېل، فعالیت ته مېل او هنري تغیر ته مېل) مطابق د خپلې درسي برنامې فعالیتونه تنظیم کړي، تر څو د ماشوم د طبیعي ودې او تکامل سره مرسته وشي. د دې مکتب په عقیده د درسي پروګرام اساس د تمرین او تفکر په واسطه کېښودل کیږي.

د تدریس تر ټولو غوره روش بیا د دوی له نظره هماغه د مسئلې حل روش دی، ځکه دا روش ژوند ته سړی آماده کوي. دوی وايي چې معلم او شاګرد باید د داسې مسایلو په زده کړه تمرکز وکړي چې هغه د مسئلو په حل کې تجربه شوي او عملي وي. د تدریس روش باید کاملاً فعال، تجربي، پلان شوی او د شاګردانو علاقو ته پام سره انتخاب شي. دلته د فعالیت اصلي محور شاګرد ده، ده ته باید هغه څه ور زده کړل شي چې د ده په ژوند کې ګټور تمام شی.

د عمل پلویانو له نظره ښوونځی ځانګړی مفهوم لري. دوی وايي ښوونځی هغه ځای ده، چې په هغه کې باید د ډلو تر منځ تفاهم صورت ونیسي او اختلافات را کم شي. په همدې اساس جاندیوي وايي، ښوونځی د ټولنیز کار په برخه کې درې اساسي دندې لري:

۱ . ښوونځی باید ښه ټولنیز اړخونه په خپل ځان کې منعکس کړي، نه بد اړخونه.

۲.  ښوونځی باید پیچلي ټولنیزې چارې ساده کړي، تر څو شاګردان يې درک کړای شي.

۳. د ښوونځي دریمه دنده د شاګردانو په منځ کې د همغږی، تفاهم او صمیمیت ایجادول دي.

د جانديوي له نظره معلم باید د شاګرد د همکار او لارښود رول لوبوي. او شاګرد باید داسې وروزل شي چې خپله عامل وي، نه دا چې د نورو عمل تحمل کړي یانې خپله باید فعال واوسي. شاګرد باید د خپل توان او استعداد په اساس وروزل شي.

د ښوونې او روزنې په  اړه د رئیالیستانو(واقعیت پلویانو) نظر:

د دې مکتب پلویان عقیده لري چې روزنه باید تر ډیره د حواسو په اساس وي، د دې لپاره چې ډیر حسي ادراک صورت ونیسي باید حافظه په مجرده توګه فعالیت وکړي. د رئيالیستي روزنیزې فلسفې په اصولو کې دوو نقطو ته توجه کیږي:

الف- په درسي برنامه کې د ادبي موادو په ځای د طبیعي علومو اړوند ښوونیزو موادو ځای په ځای کول. ب- د پېښو سره تجربي برخورد او په علمي او منطقي بحث، تفکر او بررسی باور لرل.

 

د رئیالیستانو له نظره د ښوونې او روزنې موخې دا دي، چې ماشومان باید سم او ښه ژوند کول زده کړي، باید هغوی د ژوند واقعیتونو ته متوجه وي او ماشومان داسې وروزل شي چې د سم ژوند څخه برخمن شي، سم فکر وکړي او ښه اخلاق ولري. دلته شاګرد اصلي موخه ده، نه موخې ته د رسیدو وسیله.

د معلم په باره کې د رئیالیستانو نظر دا دی چې معلم ته لوړ مقام ورکوي او باور لري چې معلم مسؤل  دی تر څو شاګردان فعالیت، تجربو او تعقل ته وادار او مجبور کړي. د تدریس په باره کې رئیالیستان پدې باور دي چې معلم باید شاګرد فعالیت ته مجبور کړي تر څو حقایق زده کړي، مختلف مطالب توضیح او مقایسه کړي. په تدریس کې ارزښت ورکونه ډیره مهمه ده، چې په هره مرحله کې باید د آزموینو نه په استفادې سره ارزونه صورت ونیسي، کله چې شاګرد بریالی کیږي باید تشویق شي. د درسي پروګرام په اړه د رئیالیستانو باور دا ده، چې درسي موضوعاتو ته باید اهمیت ورکړل شي؛ د هغوی په تنظیم کې دقت وشي، د روانشناختي اصول پکې رعایت شي او مطالب باید د ساده نه د پیچلو په لور او د بسیطو نه د مرکب په لور ترتیب شي. درسي مواد عبارت دي له: د ریاضیاتو علوم، انساني او ټولنیز علوم او هغه ارزښتونه چې په هغه کې ښکلي هنرونه او اخلاقیات شامل دي.

د طبیعت(ناتورالیست) پلویانو له نظره ښوونه او روزنه

په دې مکتب کې چې اساس يې د ژان ژاک روسو پواسطه اېښودل شویده، طبیعت د واقعیت اساس تشکیلوي. روسو د امیل په نوم کتاب کې روزنې ته خاص اهمیت ورکوي، باور لري چې طبیعت انسان نیکمرغه رامنځته کوي؛ خو ټولنه يې بیچاره او بدمرغه کوي. د ده په نظر انسان د دریو استادانو پواسطه روزل کیږي: طبیعت-شیان-انسان. دوی په دې باور دي چې هغه انسان ښه روزل کیږي کوم چې درې واړه فکتورونه يې په روزنه کې په همغږي ډول رول ولوبوي. د دوی په نظر هیڅ ډول ټولنیزه اصلاح پرته د روزنې څخه ممکنه نه ده او سیاسي انقلاب پرته د ښوونې او روزنې ممکن نه دی. روسو پدې باور دی چې انسان فطرتاُ آزاد پیدا شویده؛ نو روزونکی باید د هغه په روزنه کې د خپلې سلیقې او فکر تحمیلولو څخه ډډه وکړي، پریږدي چې هغه آزاده وده وکړي. زیاتوي چې د روزنې موخه د طبیعي انسان بدلول په یوه اخلاقي انسان او د انسان هدایت کول د رېښتینې آزادی په لور ګڼي.

د طبیعت پلویانو په نظر تدریس کې باید د شاګردانو چمتووالی او اړتیاوې په نظر کې ونیول شي او په مسلسله توګه د آیډیالیستانو، رئیالیستانو، هاوتومیستانو درسي پروګرام  چې شاګرد هغې ته چمتووالی او مېل ولري د تدریس پر مهال پلی شي.

د معلم او شاګرد تر منځ اړیکه باید د عاطفې او مینې په اساس وي، معلم باید اول د طبیعت سره کاملاً همغږی وي، معلم د طبیعي محیط تربیتي رول باید درک کړ، په طبیعت کې مداخله ونکړي؛ بلکې د طبیعي ځواکونو د غوړیدنې سره مرسته وکړي، شاګرد زده کړې ته مجبور نکړي، بلکې هغه زده کړې ته تشویقو کړي. دویم دا چې معلم باید نرم حلیم او صابر وي، کله چې یو شاګرد زده کړه نشي کولای باید وپوهیږي چې شاګرد چمتوالی نلري، معلم باید  د هدایت کوونکي رول ولوبوي.

د دې مکتب د پلویانو په نظر درسي پروګرام يې داسې باید تنظیم شي چې ماشوم په خپله د حواسو پواسطه په فعالانه توګه د محیط سره مخامخ شي او خپله خپلې ستونزې حل کړي، په درسي پروګرام کې د شاګردانو اړتیاوې او علاقې باید په پام کې ونیول شي.