د ښځو او نارینو ځیني متفاوت خواص

ژباړه: بختیار ساحل

مستعار نومونه :
که چېرې ، سارا ، نازنین ، عسل او رویا بهر ووځي ، نو یو بل ته به سارا ، نازنین ، عسل او د رویا په نومونو غږ کوي . که چېرې اجمل ، نورمحمد ، واحد او نادر له کوره بهر ووځي ، نو یو بل ته به د غوږو ، اوښ ، خر او کم عقل په نومونو غږ کوي .

پیسې :
یو نارینه د هغه جنس د اخستو لپاره ، چې ۱۰۰۰ افغانۍ قیمت لري ۲۰۰۰ افغانۍ ورکوي او یوه ښځه د هغه جنس د اخستو لپاره ، چې قیمت یې ۲۰۰۰ افغانۍ وي ۱۰۰۰ افغانۍ ورکوي .

راتلونکې :
تر هغې پورې ، چې یوې ښځې واده نه وي کړی د خپل راتلونکي په فکر کې وي خو تر هغې پورې ، چې یو نارینه واده نه وي کړی هیڅکله هم د خپل راتلونکي غم ورسره نه وي .

بریالیتوب :
هغه سړی ډېر بریالی دی ، چې ښځه یې د ګټې مطابق مصرف کوي او بریالۍ ښځه هغه ده ، چې دغه شان سړی پیدا کړي .

واده :
یوه ښځه ددې لپاره ، چې میړه یې تغیر وکړي له هغه سره واده کوي ، خو تغیر نه کوي خو یو سړی د دې لپاره خپلې ښځې سره واده کوي ، چې تغیر و نه کړي ، خو تغیر کوي .

اړیکې :
په پیل کې نارینه هیڅ ډول اړیکې ته د اړیکې په سترګه نه ګوري . کله ، چې اړیکه پرې شي ، ښځه ورپسې ژاړي او د خپل زړګي غوټې خپلو همزولو ته سپړي ، کله ورته کیسې کوي ، کله ورته شعر وايي او کله بیا په سندرو شروع کوي خو په دې حالاتو کې بیا د نارینو لپاره ډېرې ستونزې پیدا کيږي ، او اکثره وخت جلۍ ته د شپې ناوخته زنګ وهي او ډېرې بدې ،بدې او ننګونکې خبرې ورته کوي .

بلوغیت :
ښځې د نارینو په نسبت ډېر ژر دې مرحلې ته رسیږي . ۱۷ کلنې انجونې کولای شي ، چې د یوه بالغ انسان په توګه حرکت ترسره کړي خو ۱۷ کلن ځوانان د ماشومانو په څير حرکتونه کوي او اکثره کارونه یې خام وي .

حمام :
یوه ښځه په خپل حمام کې ۶ جنسه توکي لکه ، مسواک ، د غاښونو کریم ، د مخ کریم ، صابون ، د ویښتانو لرې کولو ماشین او شامپو لري ، خو یو سړی په یوه وخت کې یاد توکي په خپل حمام کې نه لري .

له کوره بهر وتل :
کله ، چې ښځه او میړه له کوره بهر وځي ، نو نارینه په ۵ دقیقو کې اماده وي او له کوره وځي ، خو یوه ښځه په ۳۰ دقیقو کې هم نه اماده کیږي ، چې دا وخت د ځان په پاکولو او سینګار کولو تیروي .

هنداره :
نارینه خودخواه او مغروره دي ، هغوی ځانونو ته په هندارو کې ګوري ، ښځې صبرناکه دي ، هغوی خپل تصاویر په هر ډول سطحه کې لیدلی شي .

تیلیفون
نارینه تر ډېره پورې تلیفون ددې په خاطر له ځانه سره ساتي ، چې د اړتیا پرمهال پرې زنګ ووهي او یا هم پیغام پرې واستوي ، خو کله ، چې ښځې ټیلفون ولري ، نو که چېرې لس ساعته له خپل ملګري سره ناسته وي ، خو که د دوو ساعتونو لپاره یې ملګری ترې جدا شو بیا ورپسې زنګ وهي او د ورتګ تر وخته یې څاري .

پته :
کله ، چې یوه ښځه یا موټر ته ناسته وي او یا هم پلې روانه وي او لار یې ورکه کړې وي ، نو د یوه پلورنځي مخې ته ودریږي او پوښتنه کوي ، خو نارینه بیا داسې نه دي ، تر هغې پورې په لټه کې وي ، چې ځای یې پیدا کړی نه وي ، چې دغه چاره دوی ډېر زوروي .

د سهوې منل :
کله ، چې ښځې سهوه کوي ، نو مني ، چې سهوه یې کړې ده ،خو نارینه هیڅکله هم خپله کړې سهوه نه مني او بیلابیلې پلمې ورته د ثبوت لپاره وړاندې کوي ، چې دا د نارینه د کمزورۍ یوه نښه ده .

اولاد :
ښځه د خپلو ماشومانو په هرڅه پوهیږي ، کولای شي ، د خپل ماشوم د ناروغۍ ، غوښتنو ، خوشالۍ او نورو په هکله جدي عمل وکړي ، خو نارینه بیا داسې دي ، چې یواځې همدومره پوهیږي په کور کې یې ماشومان شته او بس .

کالي اغوستل :
ښځې تر ډېره پورې هره ورځ خپل کالي وینځي ، خو نارینه بیا دې برخې ته هیڅ ډول پاملرنه نه کوي اکثره وخت يې کالي خیرن شوي وي ، خو د دوی پام هم ورته نه وي ، خو د همدې ښځې لخوا ورته ویل کیږي ، چې خپل کالي بدل کړي .

واده :
کله ، چې یوه ښځه واده وکړي ، نو د واده ورځې له خپلو همزولو سره یادوي ، د هغو خلکو یادونه هم کوي ، چې ورته یې میلمستیاوې کړي ، خو نارینه ، چې بیا له خپلو ملګرو سره یو ځای شي ، یواځې د جره ګۍ د وخت کیسې ورسره کوي .

د لوبې وسایل :
وړې جینکۍ تر ډېره پورې د هغه ناویانو مینه والې وي ، چې بې روحه وي او کله ، چې يې عمر تر ۱۲ کالو پورې رسیږي بیا یې زړه ترې تور وي . نارینه بیا داسې خوی لري ، چې هیڅکله هم د لوبو اسباب له یاده نه اوباسي . څومره ، چې د نارینو عمر زیاتیږي په همغه اندازه یې د لوبو د سامانونو قیمتونه هم لوړيږي .

ګلان :
کله ، چې یو میړه له کوره مسافر وي ، نو ښځه یې ترې غواړي ، چې ګلانو ته اوبه ورکړي ، نارینه هم همدا کار کوي ، خو ښځې ، چې دا توسیه هم کوي په خپل کور کې ترې ګلان او چمن وچیږي او تر وچيدو وروسته بیا ورته حیرانه پاتې وي .