د ښځینه وو شل کلنو فوټبال نړیوال جام کې فرانسې نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه

د شل کلنو ښځینه په نړیوال جام سیالیو کې فرانسې لوبډلې جنوبي کوریا ته یو د صفر ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د فرانسې لپاره دې لوبه کې یواځنی ګول د لوبې په ۲۹مه دقیقه کې دیلابري پینالټي وکړ.

له دې وروسته کومه لوبډله په بل ګول وهلو بریالۍ نه شوه او په همدې ترتیب لوبه فرانسې وګټله.

بله لوبه کې اسپانیا لوبډلې نایجریا ته دوه د یو مقابل کې ماتې ورکړه.

اسپانیا خپل د لوبې ۱۳مه دقیقه او ۴۵مه دقیقه کې ګولونه ووهل.

نایجیریا لوبډلې یواځې ۵۷مه دقیقه کې یو ګول وکړ او په همدې ترتیب لوبه ۲-۱ مقابل کې د اسپانیا په ګټه پای ته ورسېده او نیمه پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

اسپانیا او فرانسه به د اګسټ پر 20مه نېټه په نیمه پای لوبه کې سره مخ شي.

د یادولو ده، چې د فرانسي د نارینه وو فوټبال ملي لوبډلې د روسیه په کوربه توب د ۲۰۱۸م کال نړیوال جام سیالیو اتلولي ګټلې وه.

خبریال: نصرت الله عمرزی