د مېرمنې او خاوند ترمنځ د رامنځته شویو اختلافاتو د حل له پاره د خبرو اترو اصلونه چې ټولو یې باید پام کې ونیسو او عملي یې هم کړو:
لومړی اصل: هېڅ امکان نه لري، چې د مېرمنې او خاوند ترمنځ اختلافات را منځته نه شي، نو مه یې ستروئ او وې منئ.
دویم اصل: تور لګول، ګواښل او غوسه کېدل منعه دي.
درېیم اصل: په خبرو اترو کې د دواړو لورو شتون مهم او اړین دی.
څلورم اصل: خپل احساسات له موضوع څخه جلا کړئ.
پنځم اصل: پر لېوالتیاوو باندې تمرکز وکړئ، نه پر ځایونو.
شپږم اصل: د دواړو لورو د همغږۍ او توافق په ټاکنو پسې وګرځئ.
اووم اصل: نرمښت منونکي واوسئ.
اتم اصل: زغم او پایښت ولرئ.
ژباړه: عطا محمد میاخېل