د ښځې او خاوند له پنده ډکه کیسه

? —(۞ بسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَنِ ٱلرَّحِيمِ ۞)—?

یوه ښځه او خاوند په یوه موټر کې سپاره شول، پس له څو دقیقو څخه ډریور سړي ته وویل چې، ښځې ته دې ووایه چې، خپل د ارایش یا د سینګار رنګ ته تغیر ورکړي، دا ډول سینګار زما خوښ نشو!

سړی په غوسه شو ډریور ته یې څو ښکنځلې وکړې او بیا یې ورته وویل: ولې ته خپل ناموس نه لرې چې، د خلکو ناموس ته ګورې او زما د ښځې د ارایش رنګ تا پورې څه اړه لري؟

ډریور په خندا شو ورته یې وویل: که ما پورې اړه نه لري؛ نو بیا یې چاته ځان سینګار کړی ده؟ که ستا لپاره وي؛ نو کور کې به یې کړی وو.

  • •••••••••••••••••••••••••••••••••••••••••

يقيناً چې د یوې ښځې ښکلا یوازې د خپل خاوند لپاره ده په کور کې، نه د بل چا لپاره دباندې.

ځکه چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي:

-داسې ښځې به وي چې د کالیو اغوستلو سره سره به لوڅې وي او داسې ښځې به وي چې، خپله به هم بدو چارو ته مايلې وي او خلک به هم ځان ته او ناوړو چارو مايل کوي. دغه ښځې نه جنت ته ننوتلاى شي او نه به يې خوشبويي ور ورسيږي. په داسې حال کې چې، د جنت خوشبويي د پنځو سوو کالو د سفر په لرې فاصله هم ځي.

——————————————————

۴۰ سپارښتنې د ګرانو مېرمنو لپاره:

1) پر خاوند دې فخر کووه.

2) هغه؛ له چا سره مه برابره وه

3) د هغه اقتدار او غرور مه ماتوه.

4) د هغه ښکلا د هغه په عقل کې ولټوه.

5) قناعت کوونکې اوسه.

6) ښکلا دې د نورو مخته مه راکاږه.

7) ناز وکړه، خو متکبره کېږه مه.

8) جانانتوب او په خوله موسکا دې عادت وګرځوه.

9) ښکلي احساسات دې له ښه فکر سره یوځای لره.

10) جنګره مه جوړېږه، چې د خاوند له سترګو دې لوېږې.

11) تسلیمتوب لره، چې د هغه د سر تاج اوسې.

12) د خاوند لپاره دې پټنځای اوسه، چې یواځې تاته پنا در وړونکی وي.

13) ښکلا په سادګي او معصومتوب کې ده، چې تاته ارامي دربښلای شي.

14) هوس توب مه کوه، خو ښکلا خوښوونکې اوسه.

15) که په پخلي ښه نپوهېږې، حتماً یې زده کړه.

16) مخته تر چلولو باید جوړول زدکړه.

17) هیڅ وخت بې له سینګاره د خاوند مخې ته مه کېنه.

18) خوله دې مسواک او خوشبویه لره.

19) بدن دې باید هېڅوخت د خولو بوی ونلري.

20) کالي دې باید د پخلي یا ډوډۍ بوۍ ورنکړي.

————————————————-

21) د پخلي پر وخت له مخ کالي څخه ګټه اخله.

22) مخته تر خاوند دې، سترګې مه پټوه، او تر هغه مخته له خوبه پاڅه.

23) ستا وېښته یوه له دوو ښکلاګانو ستا دي، ترې ساتنه وکړه.

24) ښکلې موسکا دې هیڅ وخت پر تریو تندې مه بدلوه.

25) د رنځ پر وخت د ښکلاګانو په مانا ځان پوه کړه.

26) که خاوند دې ووایي: له ما بغیر چا له تاسره واده نه کاوه.

ووایه: نو؛ ډېره باید له تا منندویه ووسم.

27) که یې درته وویل: درسره مینه نلرم!

ورته ووایه: اما برعکس، زه پر تا افتخار کوم.

28) که یې وویل: ستا حوصله نلرم!

ورته ووایه: زه هم بغیر لتا څوک نلرم.

29) که یې وویل: له کورنۍ مې دې ښه نه راځي!

ووایه: خو؛ زه ستا له کورنۍ سره مینه لرم.

30) که خواشینی شو!

ووایه: ما وبښه…

31) د خاوند لپاره دې ډالۍ اخله، او د ژوند له خاصو ورځو ورته ښه یادونه کووه.

32) غوښتنې دې په ناز او دلبرۍ رابرسېره کړه.

33) زور ګو مه اوسه.

34) د خپل خاوند د کار سختتوب دې درک کړه.

35) له هغه سره میلمه پالنه کې ښه مرسته وکړه.

36) کله چې کور ته را ننوځي، د هغه مخته ور شه. لاس یې ونیسه…

37) هیڅ وخت مه وایه: ته د هیڅ کار نه یې!

38) کالي یې ورته اووتو کړه، هر کله چې یې بدلول، باید په تمه پاتې نشي.

39) هر کله چې دې خواړه په دسترخوان کېښودل، هغه ته ووایه: نپوهېږم چې خوښېږي دې، کنه؟!

40) شېبه پر شېبه له خدایه (ج) مرسته غواړه.