د ښې ژباړی خصوصیات

 

ژباړه په خپل ذات کې يو هنر دى چې نن ورځ يې ډېر پرمختګ کړيدى . ژباړه د يوې ژبې د پرمختګ، علمي ذخيرو او مسلکي ټرمنالوژیو د زياتولو او غني کولو په برخه کې پوره ارزښتناکه رول لري.

ترجمه:

ترجمه یوه عربي کلمه ده. لغوي معنا يې اړول او نقلول دي او په ادبي اصطلاح کې له يوې ژبي څخه بلې ژبې ته د مفاهمو، معناؤ او مطالبو اړولو او ليږدولو ته ترجمه يا د ترجمې فن وايې.

د ټولې نړۍ خلک د ذهني او مادي ودې له پلوه په مختلفو سطحو ژوند کوي، چې ځينې ډېر پېشرفته ژوند لري، ځينې د پېشرفت په حال کې او ځينې د بېلا بېلو عواملو له مخې پرمختګ له دغه روان کاروانه ډېروروسته پاتي دي. او د ملاحظې وړ پرمختګ او وده يې نده کړې.

ژباړه د هيوادونو، ولسونو او ملتونو تر منځ اړیکو، حسنه راوبطو او د کلتور سره د اشنايې پيداکيدلو یوه عمده وسیله ده. همدارنګه ژباړه د افکارو او نظریاتو د تبادلې یوه ښه وسیله هم بللی شو.

د بشریت ستر لارښود جناب نبي کریم (ص) ارشاد مبارک دی، چې: د یو قوم ژبه زده کول د هغه قوم د شر څخه ځان ژغورل دي. نو که موږ د یو قوم ژبه زده وي او د هغه خلکو سره د همهغوی په ژبه خبرې وکړو نو دا ثابته شوې خبره ده چې د هغوې په زړونو کې به مو ځان ته ځای پېدا کړې وي. ځکه خو وایی چې: د یو چا په ژبه خبرې کول د هغه په زړه خبری کول دي.

د ژباړې له طریقه د ولسونو تر منځ معنوي اړیکي او پېژندګلوي قایمیږي. هغه هيوادونه چې په ذهني او فکري لحاظ وروسته پاتي دي او غواړي چې په عقيدوي، فکري او علمي لحاظ د هغو هيوادونو په هکله معلومات لاسته راوړي، چې په دغو ساحو کې پر مخ تللي دي، نو لازمه ده چې لومړى د هغو هيوادونو ژبه زده کړي او د هغوى په کلتور، رواج، مذهب، عقایدو او د ټولنیز ژوند په هکله په کافي اندازه ځان پوه کړي.

د ژباړی او ترجمې نړۍ ته راتلل لږ څه زړه غواړي ځکه عملی چاری یې شاید ستا د مسلک پوری څه خاص مربوط نه وی خو د یو ازاد شغل په شکل یې پر مخ وړو او معمولاً یې د نورو مصروفیتونو ترڅنګ د ځینو مادي او معنوي ګټو په موخه ترسره کوو چې وخت او زمان یې اکثره ناڅرګنده وي.

یعنی د بل مصروفیت سره سره د فرصت او موقع په مساعدیدو سره څه ناڅه ژباړه کوو او دا ځکه که ډېر وخت د یو میز ترشا د یو کتاب په ژباړه بوخت پاتې شو نو بیا کسل او ګیج کېږو او بلاخره به مو د ژباړې له شوق سره د خدای په امانۍ لحظی را نږدې کېږي. دغه لیکنه له هغه خلکو لپاره په زړه پورې لارښوونه کوي چې غواړي ادبي ژباړې وکړي.

نو داچې ژباړه کوو زمونږ په وړاندی دوه ژبی وي، چې:

۱- په کومه ژبه چې مونږ ژباړه کوو ۲- له کومې ژبی غواړو ترې ژباړه وکړو .

که چېرې تاسې له دې نه مخکې هېڅ د کوم لوې کتاب ژباړه نوي کړې د تشویش وړ خبره نده کولای شئ چې د وړوکي قدم په اخستو سره لویو موخو ته ورسېږئ پدې مانا چې را جګ شئ او یو نثري ټوټه، یوه لنډه قصه، څو بیتونه، د ادبي ژورنال یوه برخه او یاهم په یو ژباړنیزې سیالۍ کې ګډون وکړئ.

نو وروسته وګورئ که چېرې مو یو بریالې قدم اخستې ؤ نو دابه تاسې ته یو داسې سګنال وي چې د رڼا په لوري به مو بیايي او ستاسې ادبي اړیکي به د خپرندویه ټولنې سره ټینګوي، او که چېرې خدای مکه قدم مو کامیابه نه ؤ نو همدا چاره بیا و ازمایئ او تمرین یې کړئ تر هغه چې یو مثبت فیډبک تر لاسه کړې چې په مټ به یې وکړای شې چې خپلې ژباړې ته دوام ورکړې.

که چيرې ژباړونکى په دوواړو ژبو کې پوره مهارت، لياقت، پوهه او مهارت ونلري او د دوواړو ژبو د بيان په طريقو ،لفظي او معنوي ښيګڼو، اصطلاحاتو، تشبيهاتو او تر ترجمې لاندې نثري يا شعري اثر په اصله موضوع باندې پوره خبر نه وي. نو پدې صورت کې يې په ژباړه کې برياليتوب نشي تر لاسه کولاى. بريالى ژباړونکى هغه څوک دى چې د يوه اثر په اصل روح باندې ځان پوه کړي او د هغه غوره مفهوم خپلې ژبي ته راواړوي.

هر هغه څه چې ترجمه کوئ باید د همهغه مسلک متخصص ووسئ پدې مانا چې که تاسې د ادبیاتو مسلکي یاست او ترجمه د یو طبي موضوع کوې نو دابه تاسی دومره ښه ونشئ کړای لکه څومره چې یی د یو ډاکتر کولای شي په شرط د دی چې مربوطه ژبه یی زده وي.

ژباړه په عمومي توګه په دووه ډوله ده

١- ازاده ژباړه

٢- ميخانيکي يا ټکي پر ټکي ژباړه .

د ښې ژباړې ځانګړنی:

١-تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې د ژبي له محاورې سره برابره وي .

٢-د ښې ژباړنې يوه علمي ځانګړنه دا ده چې د معنا او محتوا له مخې له اصل سره سمه وي .

٣-د ژباړې ژبه بايد ساده، اسانه او روانه وي. داسې چې لوستونکى ترې پوره مطلب په اسانۍ سره اخذ وکړای شي.

٤-په ژباړه کې بايد اصلي مطلب ټول راشي او لوستونکى پرې د ژباړې ګومان ونکړي بلکې د خپلې ژبي مضمون ورته ښکاره شي .

درنو لوستونکو! راځئ چې د پښتو ژبې د غني کولو په موخه هریو په خپل بخش کې د نورو ژبو څخه ژباړې وکړو او د نورو سره یې شریکې کړو، پدې سره به مو له یو پلوه خپلې ژبې ته خدمت کړې وي او له بله پلوه به مو په علم او پوهه کې زیاتوالې راغلې وي.

مننه

ښویالی محمد شفیق شرفزی