د کابل برید د ۳۲ ملکي وګړو په وژل کېدو پای ته ورسېد

د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند دشت برچي سیمه کې د عبدالعلي مزاري د مړینې په پنځه ویشتم تلین وسله حمله وشوه، د کورنیوچارو او د عامې روغتیا وزارتونو دې پېښه کې د ۳۲ کسانو وژل کېدل او ۵۸ نورو ټپي کېدل منلي دي.

د جمعې په ورځ د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د عبدالعلي مزاري د مړینې د پنځه ویشتم تلین نمانځنې په موخه ګڼ شمېر سیاسیون او د شمالي ټلوالې خواخوږي راټول شوي وو، چې د یوې نیمه ویجاړې شوې ودانۍ څخه پرې د سپکو وسلو بریدونه وشول.

له ډزو وړاندې د وحدت حزب اسلامي افغانستان ګوند مشر عبدالکریم خلیلي وېنا کوله، چې دغه وېنا د ډزو په اوازونو سره پرې شوه او خلکو د ځان خوندي کولو هڅې پیل کړې.

د مزاري د مړینې تلین نمانځنې مراسمو ته عبدالله عبدالله، محمد محقق، کریم خلیلي، صلاح الدین رباني او یو شمېر نور سیاسیون هم ورغلي وو، چې دغه کسان له برید څخه روغ وتلي دي.

د غونډې په پیل کې عبدالله عبدالله وویل چې سوله د ټولو افغانانو هیله ده او د سولې په کېدلو سره د شهیدانو ارمانونو پوره کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مسئولین وایي چې د پېښې له ځایه څخه دوی ته ۳۲ جسدونه او ۵۸ ټپیان وروړل شوي دي.

د امنیتي چارواکو په خبره پېښه کې دوه بریدګر هم لمنځه وړل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار په وېنا وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه پېښه یو بشري جنایت بللی، هغه په ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دا د افغانستان پر ملي وحدت برید دی.

د وسله والو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې کابل ښار کې برید په دوی پورې تړاو نه لري.

د امریکا متحده ایالاتو سفیر راس وېلسن هم یاده پېښه غندلې ده.

د عبدالعلي مزاري د مړینې په ۲۵م تلین د نمانځنې په مراسمو په داسې حال کې برید وشو، چې تمه کېږي، د مارچ په لسمه نېټه د سه شنبې په ورځ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.