دکورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل ۱۳ حوزې دشت برچي سیمه کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون شوی برید د ۳ بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.
دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوې وه، چې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ پکې له سپکو او درنو وسلو هم کار اخیستل شوی دی.
یاد وزارت زیاتوي، چې پېښه کې ۴ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.