د کابل د وروستي ځانمرګي برید په ویر- عبدالغني هاشمي     

الوتی رنګ، اوښکلنې سترګې، وچې وچې شونډې

په ژړغوني غږ کې!

ژڼکي کیسه وکړه چې:

پلار مې پروسږکال په بم والوتو

مور مې د پلار له مړینې درې میاشتې پس

ناڅاپه فلج شوه او په دریو ورځو کې

زموږ به سختې غریبۍ کې مړه شوه

او ماماګانو مو وطن بوتله، ښځه یې کړه

له هغې ورځې نه تر اوسه پورې

زه خپلو ورونو او وړو کوچنیو خویندو ته مې

مور هم یم، پلار هم یم او ورور هم یمه

یوه کوچنۍ خورکۍ مې

د مور له مړینې یو څو ورځې وروسته

زموږ د کور مخه کې

موټر ورووهله

موټروان وتښتېدو

ها خوارکۍ هم مړه شوه

همدا د تېرې پنجشنبې په ورځې

یو کوچنی ورور مې چې درېیم صنف کې وو

له غرمې وروسته به یې ژاولې خرڅولې دلته

انتحاري حمله کې والوتو خو

دا شپاړسمه ورځ ده

چې زه روغتون په روغتون ګرځم پسې

د ورور جسد لټوم

وایم که نور بدن یې نه وي خیر دی

که یې یو غړی د بدن پیدا شي

ښخ یې کړمه

زړه به مې صبر شي پرې

لا مې یې هیڅ نښه موندلې نه ده

زه مې په پلار، په مور او خور باندې خفه نه یمه

د خدای رضا وه رانه وایې خستل

اوس مې دا زړه هم صبر شوی ترېنه

خو ددې ورور غم مې زغملی نه شم

ورور مې له خپله ځانه ګران وو راته

بل مې سودا ده دې ته

اوس به د کور خرچه مې بې له هغه

څنګه پوره کړم خدایه