د کابل ــ جلال اباد پر لویه لار خاکي تونل سیمه کې یو موټر سیند ته لوېدلې، چې دوه کسان پکي مړه شوي دي.
عیني شاهدان وایي، چې موټر تېره شپه د کابل سیند ته لویدلی و؛ خو د ملي اردو ځواکونو دغه جسدونه نن چهارشنبه له سیند څخه راویستي دي.
د دغې پېښې د قربانیانو هویت نه دی معلوم ؛ چې د افغانستان د کوم ولایت اوسېدونکي دي.