د کابل په ننۍ چاودنه کې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د مالوماتو په اساس پیښه نن سهار شاخوا اوه بحې د کابل قنبر څلورلارې ته څېرمه د پنځمې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي، چې د کابل قمبر څلورلارې مارشال فهیم نظامي پوهنتون ته څېرمه چاودنه کې درې نظامیان او دوه ملکي کسان وژل شوي دي. نوموړي همدا راز ویلي، چې د پنځو ملکي وګړو په ګډون ۱۲ نظامیان نور ټپیان شوي هم دي. پېښه نن سهار مهال شاوخوا ۷ بجې د مارشال فهیم نظامي پوهنتون ته څېرمه رامنځته شوې.