د کابل- کندهار په لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنه ته مرګ ژوبله اوښتې

ځايي مسؤلین وايي، چې ‏نن سهار د کابل ـ قندهار پر لویه لاره د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکي پيښې له امله یو تن مړ شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه نور ټپيان شوي دي.