د کارونو د څرنګوالي لوړوالی

لیکنه: حسيب الله سجاد

که چېرې د وخت ساتنه وشي او کارونه د کړنلار جوړولو پر بنسټ ترسره شي د کارونو څرنګوالی لوړوالی مومي، ځکه د هر کار لپاره مناسب وختونه وي چې باید کارونه په خپل وخت کې په ښه ډول ترسره شي.

په عمومي ډول کوم کارونه چې په ښه طریقه نه ترسره کېږي او یا یې څرنګوالی مشکل ولري سبب یې دا دی چې وخت ساتنه او مناسبه کړنلار جوړونه په نظر کې نه وي نیول شوې او پایله یې دا وي چې د کار څرنګوالی تر اغېز لاندې راځي.

یو بل مهم ټکی دا دی چې که چېرې د وخت ساتنه وشي نو کارونه به په کم وخت کې ترسره شي او مثال یې د هغه لاروي دی چې د لارښوونې نقشه یې په لاس کې وي، نو د هغه په مرسته کولی شي په کمه موده او له پوښتنې او پلټنې پرته خپلې موخې ته ورسیږي.

د مثال په ډول:

که یو څوک پر خپل خوب او ویښتابه ولکه ونه لري او په شپه کې تر ډېره ویښ پاتې شي نو سهار نشي کولی په خوښۍ او لوړه روحیه د سهار لمونځ ادا کړي او له خپل پالونکي سره راز او نیاز وکړي، او که چېرې کار کوونکی وي خپل اداري کارونه او مسؤلیتونه په سمه توګه نشي ترسره کولی بلکې د دې پر ځای به یې د کارونو څرنګوالی هم خراب وي.

همدارنګه که دهقان د اوبونې په وخت خپلې کرهڼیزې ځمکې ته اوبه ورنه کړي او کارونه په لومړي وخت ادا نه کړي نو ارزښتمن او له باره ډک څه به ترلاسه نه کړي. د وخت ساتنه دا زمینه برابروي چې کارونه په لومړیتوب ترسره شي، ډېر مهم کارونه لومړی او جزئي کارونه وروسته ترسره شي.

امام ابن جوزي وایي: «هغه انسان د ستایلو وړ دی چې خپل وخت وپېژني او د خپل وخت یوه شېبه هم الله تعالی ته د نږدیوالي پرته تېره نه کړي او په ښه نظم سره خپلې ویناوې او کړنې ترسره کړي»

په دغه ډول رفتار او کړنو کولی شي ټولو کارونو ته لاسرسی ولري او موخو ته په لومړیتوب ورکولو خپلې موخې ترلاسه کړي.