د کانکور لپاره څرنګه درس ووایو؟

ژباړه: صبغت الله سجاد

یوه مهمه پوښتنه چې د کانکور ورکوونکو په ذهن کې هر وخت ګرځي هغه دا ده چې څه ډول د کانکور لپاره آمادګي ونیسي څو د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالي شي. دوی تل په دې فکر کې وي چې د دغه سرنوشت ټاکوونکې آزموینې لپآره له کومو لارو چارو کار واخلي او څه وکړي یا هم له څه نه یې پیل کړي؟

۱ـ آیا د ښوونځي له دورې سره په توپیر درس ولولي؟

۲ـ آيا د کتابونو مطالب ټکي په ټکي او خط په خط یاد کړي؟

۳ـ ایا ضرور د کانکور امادګۍ له کورسونو څخه استفاده وکړي؟

۴ـ  ایا شپه او ورځ درس ولولي؟

هغه زدکوونکي چې د کانکور په آزموینه کې ګډون کوي او یا هم له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي وي په لومړیو کې باید په دې پوه شي چې د هر کال په تیریدو سره د کانکور ورکوونکو شمیر لازیاتوالی پیداکوي او ورسره یوځای سوالونه هم ورځ تربلې پیچلي او دقیق کیږي یعنې نورو کانکور ورکونکو ته دا په غیر مستقیم ډول اشاره کوي چې تر څو د ښونځي په دوران کې خپل درسي کتابونه په دقت سره ولولي .

بل داچې د لوړو زدکړو وزارت د کانکور ازموینې لپاره سوالونه یواځې د ښونځیو د تدریسي کتابونو د متن او تدریسي کتابونو تمرین حلونو او اړونده مطالبو څخه ترتیبوي.

او دا ښکاره خبره ده چې د ښونځي د تدریس شویو او نصاب اړوندو کتابونو مطالعه او له لومړیو څخه د درس تعیقبول نه یواځې شاګرد بیداروي او د زیات تلاش هڅه کوي بلکې شاګرد ته په کانکور کې د بریالي کیدو لوی چانس په لاس ورځي.

اما متاسفانه په اوس وخت کې د امادګۍ په نوم کورسونه په ځانګړي توګه د امادکۍ ټولګي د ښونځیو شاګردان سره ددې چې سرسري او سطحي لوستلو په لور بیایي بلکې په درسونو کې ټوپونه ددې سبب ګرځي څو شاګردان لټ وروزل شي .

همدارنګه  ددې پرځای چې شاګرانو ته درس په تشریحي او تحلیلي بڼه تدریس کړي، ضعیفې نقطې ورته په نښه کړي بلکې سطحي او سرسري طریقې ور زدکوي.

نو اوس په داسې ځانکړنو سره څنګه مونږ کولای شو چې د کانکور لپآره درس ووایو او د بریالي کیدو چانس تر لاسه کړو.

خو ایا داسې یوه عملي د حل لاره شته چې په کانکور کې د کامیابۍ سبب مو وګرځي.

هو!!!

۱ـ  هغه درس چې سبا ورځ په ټولګې کې تدریس کیږي باید مخکې له مخکې د شاګرد لخوا  په دقت سره ولوستل شي.

۲ـ د معلم خبرو او تدریس ته باید شاګرد په پوره دقت سره خوږ ونیسي او هغه مهم نقاط او ستونزي چې شاګرد ددرس په جریان کې ورسره مخامخ کیږي باید یاداشت کړي.

۳ـ په اخر د درس کې کله چې معلم درس خلاص کړي ټول هغه سوالونه چې د شاګرد په ذهن کې راګرځی په اړه یې له معلم څخه پوښتنه وکړي.

۴: کله چې شاګرد خپل کورته له ښوونځی څخه لاړشي باید د همغې ورځې درسونه تکرار کړي او ورسپارل شوې کورنۍ دنده اجرا کړي.

۵ـ همداراز په تدریس شوي درس څو ځله تمرین هم ترسره کړي څو درس یې په ذهن کې ښه ځای ونیسي او ترې هېر نه شي.

۶ـ د دري، انګلیسي او پښټو مضمونونو لغتونه او معناګانې له ځان سره نوټ شي ، همدارنګه د ریاضي فزیک فورمولونه د تاریخ او ادبیاتو مضمونونو د مشهورو ځایونو او اشخاصو  په اړه نوي معلومات چې شاګرد ورسره مخامخ کیږي هم یاداشت کړي.

د درس ویلو لپار باید له دقیقو او ګټورو سرچینوڅخه استفاده وکړو!

خو په څه ډول؟

۱ـ د تدریس شویو کتابنو له متن پرسته اړینه ده چې له ښونځي خارج هم مطالعه وکړو او که په کومه پوښتنه نه پوهیږو باید له استاد څخه په ټولګي کې پوښتنه وکړو او په خپلو درسونو ښه ځانونه پوه کړو چې یو شمیر کانکور ورکونکي درسي کتابنو ته توجې نه کوي دوی زیات  په خارجي مطالعه تمرکز کوي چې داهم ښه نه تمامیږي او بیا د سوالونو په حل کولو کې د ستونزو سره مخامخ کیږي.

ریاضي:

د ریاضي درسونو او بحثونو ته باید جدې فاملرنه و شي ځکه د ریاضي نمبرې په کانکور کې د کانکور ورکونکي د نمبرو په ټیټولو او لوړولو کې مهمه ونډه لري نو په همدې اساس باید د ریاضي لپآره لاندې نقاط په نظر کې ونیول شي.

۱ـ لکه څرنګه چې د ریاصي درسونه د ځنځیر په څیر مخ ته ځی او لوستل کیږي نو اړینه ده چې له ابتدا څخه هغه شروع شي او پل په پل زینه په زینه مخ ته لاړ شي اما اولیني بحثونه او درسونه ضروري نه دي چې په تحلیل او زیات غور سره ولوستل شي ځکه چې مخکې تاسې ورسره آشنایی لرئ په لومړیو درسونو کې یواځې د سختو فورمولونو او تمرینونو حل کول ضروي دي.

۲: په دوهمه مرحله کې کله چې درسونه  پورته خواته ځي لکه د نهم او لسم ټولګیو د ریاضي درسونه نو  باید مطالب یې په دقت سره ولوستل شي.

هغه مثالونه چې د کتاب په دا خل کې په متن کې راغلي دي بغیر لدې چې د هغې تمرین حل ته مراجعه وکړو لومړی خپله یې حل کړئ او بیا یي وګورئ چې په کتاب کې څه ډول حل شوی دي او خپل شک لرې کړی.

۳ـ هیڅکله فورمولونه مه یادوی ځکه په اسانۍ او ژر له ذهن څخه وځي کله مو چې یو مطلب یا یو سوال  د کتاب له مخې ولوست نو مثالونه او تمرینونه یې تر هغې وخت پورې حل کړی ترڅو له هغې ملطب سره ستاسې ذهن په پوره توګه آشنا شي.

چې په همدې اساس هر وخت بیا ستاسې له ذهن څخه نه وځي او ستاسې ناخبره استعداد له موضوع سره تقویت پیداکوي چې بیا د ورته سوالونو په حل کولو کې هم تاسې د کوم مشکل سره نه مخامخ کیږی .

۴ همدارازد کانکور د لارښود کتابونو څخه هم باید په ګټوره توګه ګټه پورته شي لکه بازتاب کانکور او نور..  د ګتوراستعمال څخه موخه داده چې په سوالونو یواځې مرور ونه شي او سحطي یې مه لولئ، هغه په تحلیل او دقت سره وګورئ.

د فزیک  د درس ویلو طریقه هم همدې ته ورته ده خو تاسې باید د فزیک کتاب متن تعریفونو او مثالونه ته په پوره توګه توجه وکړې.

د کتاب د داخل مثالونه او د کتاب د آخر تمریونه تل او په تغیر سره د کانکور د سوالونو په شان راځي.

د کانکور ګډونوالو لپآره لازمه ده چې  د ادبیاتو او تاریخ په برخه کې لاندې مهمو ټکو ته پام وکړي او عملي یې کړي ځکه په دې وروستیو کې د ادبیاتو په برخه کې  د کانکور لپآره داسې سوالونه جوړیږي چې کچیرې کانکور ورکونکي په یاد مضمون پوره حاکمیت ونه لري نه شي کولای چې صحیح سوالونه په نښه کړي.

خو څرنګه؟

 

۱ـ د کتابونو د ټولو درسونو متن ته که شعر، نثر، داستان او یا نور څه وي باید په دقت سره ولوستل شي او د لوستو په وخت کې د مهمو کلیماتو څخه لاندې کرښه تاو کړو.

۲ـ همدارنګه د ادبي صنعتونو په برخه کې په مشخص ډول تشبیهات تلمیحات کنایې مجاز او نور په ښه غور سره په کتاب کې ولوستل شي او د متن لاندې په پنسل په نښه شي.

۳ـ باید ادبیات او تاریخ خط په خط ولولو او ټولو نقاطو ته لکه مشهورو ځایونو او مشهورو اشخاصو نومونو، ادبي صنعتونو تاریخي پیښو او ورته نورو ته دقت وکړو او هغه حفظ کړو.

۴ـ د کتاب ټول تمریونونه حل کړو او له کومو مشکلاتو سره چې مخامخ کیږو له استاد څخه پوښتنه وکړو .

په پایله کې له ټولو پورته تشریحاتو څخه موخه داده چې د کانکور ګډونکونکو او هغه څو ک چې د دولسم ټولګي څخه فارغیږي او یاهم د ښوونځي زدکونکي دي ورته لازمه ده چې کچیرې غواړي په ریښتني توګه په کانکور کې بریالي شي او ښه وځلیږي، نو ورته اړینه ده چې ۹۵ فیصده انرژي  خپل د ښونځي درسي کتابونو ته ځانګړې کړي او په لوستلو یې نه یواځې تمرکز وکړي بلکې په تحلیل او دقیق ډول سره یې تعقیب کړي.

او یواځی ۵۰ فیصده انرژي مو د کانکور په اړه معلوماتو او د کانکور آزمایشي آزموینو لپاره وټاکئ کچرې کانکور ورکونکي له دغو طریقو څخه کومې چې ذکر شوې استفاده وکړي او پرمخ یې یوسي او د ښوونځي په ټولو کتابنو له اول څخه تسلط پیدا کړي او توجه ورته وکړي له یوې خوا به مو نه يواځې په مکتب کې په خپل ټولګي کې بهترینه نمره لاسته راوړي وي او له بلې خوا به په کانکور کې هم د یوه بهترینه شاګرد په حیث ځلیدلي او بریالي شوي وي.

ژباړه: صبغت الله سجاد

لیکونکی محمد رضا عاصم