د کبرجن نښي نښانې

که څه هم د کبر یا لويي نښې او ډولونه په خلکو کې دومره ډېر دي چې شمېرل يې ګران دې ، بله داچې دغه نښي په هرچا کې د خوي ، وخت اوچاپېریال له پلوه مختلفې وي . خوموږ يې دبېلګې په توګه یو څو هغه نښې را اخلو چې په هغو کې نژدې ټول کبرجنان سره ګډ دې .

۱- کبرجن انسان په ځمکه باندې يه ناز اونخرو روان وې.

۲ـ تندی يې تل ګونځې ګونځې نیولی وي.

۳ـ له چا سره دغږېدو په مهال د سرپه اشارو خبرې کوې.

۴ـ دخپل ځان په اړه له مبالغې ډکې خبرې کو‎ې.

۵ـ دنورو دخبرو په منځ کې به ور لوېږې ، دچا خبرو ته به غوږنه نیسې.

۶ـ له نورو به يې دا تمه وې چي تل دې ده ته غوږ ونیسې او دده صفتونه دي بیانوې.

۷ـ چاته په سلام اچولو پېل نه کوې،ډېری مهال د بل سلام ته ځواب هم نه ورکوې.

۸ـ له شاوخوا ناستو کسانو بل خواته مخ اړوې.

۹ـ په مجلسو کې د مخې په صفونو کې دناستې هڅه کوې.

۱۰ـ له فقیرانو او اړو کسانو ځان شا ته کوې.

۱۱ـ له نورو خپل درناوی غواړې، او دهغوی اړتیاوي نه پوره کوي.

۱۲ـ په ډېر فخر سره نوې کالې ،نو ي سامانونه، نوي تلفونونه اونوي موټران کاروي او هڅه کوي چې په دې کار سره خپلو سيالانو او تربورانو ته خار ورکړي.

۱۳ ـ کبرجن تل دا ګومان کوي چې دی پر خدای جل جلاله ګران دی او مینه ورسره کوي، ځکه نو ځان تر نورو لوړ او ښه ګڼې.

۱۴- د کبرجن پایڅې تل تر بېډیو ښکته وې.

۱۵ـ په غټو مجلسونو او دعزت په ځایونو کې نور سپکوې .

۱۶- خپله خبره ډيره معقوله او قاطعه ورته ښکاريږي او چې بل څوک د ده په خبره کې رايه ورکړي، هغه سپک کړي او اختلاف او مشاجره ورسره کوي.

۱۷- له چا سره د خبرو پر مهال په بازارۍ لهجه خبري کوي او خبرې او چلن يې پر متقابل احترام نه بلکې د مقابل لوري پر سپکه ولاړ وي.

۱۸- کبرجن سړی به تل تر ځان لوړو کسانو ته چاپلوسي کوي او تر ځان له ټيټو خلکو به د چاپلوسي غوښتنه کوي.

۱۹- کبرجن سړی به هيڅکله هم دا ونه وايي چې ده ته دغه شتمنۍ خدای ورکړيده او دا چې خدای جل جلاله يې ورڅخه غصب کولای هم شي، بلکې دی به تل دا ګومان کوي او وايي به چې دا خو ما د خپل عقل او مټو په زور ګټلې ده.

۲۰- کبرجن سړی به د تکبُّر او عُجب له امله تل د ما او زه کلمه کاروي، ما ورته داسې وويل، ما دا وکړل، ما هاغه وکړل، ته ما نه پيژنې؟ ته له ما نه يې خبر؟ زه به داسې وکړم، زه به هاغسې وکړم، تا لا زه نه يم پيژندلی، زه يې اوس درته ښيم چې زه څوک يم…… او داسې نور متکبِّرانه کلمات.

ومن الله التوفيق………….