د کتاب مطالعې ښه پوهېدو لپاره ځانګړې لارښونې

ثقافت او زده کړه په بنسټیز ډول کتابونو باندې باور او اعتماد کوي، اړینه ده چې څوک زده کړه کوي نو د درست لوستلو مهارت په ځان کې پیدا کړي، ځکه چې لوستل او قرآت یوه ځانګړې فن او تګلاره ده چې اکثره خلک یې په سمه توګه نشي تر سره کولی.

ډیری وګړي زیات وخت په لوستلو ځان مصرفوي لیکن حاصل او لاسته راوړنه ئې ډیره کمه وي پدې کې شک نشته چې هر یو مطالعه شوي کتاب څخه وروسته کوم علمي او ثقافتي پانګه چې په ذهن کې پاتی کیږي هغه زیات تاثیر لري .لیکن که چېرې د لوستلو طرز او طریقه او دکتاب سره تعامل هم په کتاب محتویاتو باندې د لا زیات پوهې لپاره ډیر تاثیر لري.

پدې لیکنه کې به زمونږ موضوع د لوستلو په کېفیت باندې وي چې د ایو بنسټیز موضوع بلل کیږي، په کتاب محتویاتو باندې ښه پوهېدنې لپاره په مختصره توګه ځانګړي قواعد اواصول دي چې په لاندې توګه یادونه کیږي :

۱ – دکتاب د لوستلو څخه دمخه :

  • فعال لوستل هغه مطالعې څخه عبارت دی چې د کتاب د پېل څخه د مخه لوستونکی باید ځان لپاره د لوستلو اهداف وټاکي، او له ځانه وپوښتي : څرنګه مطالعه کوم ؟ ولی مطالعه کوم؟ له دغه کتاب لوستلو څخه مې هدف څه دی ؟
  • د تجربه لرونکو او درست مطالعی لپاره شپږ بنسټیز اهداف دي چې په لاندې توګه یادونه کیږي :

۱ – په یو ځانګړي رسالې او کتاب باندې پوهیدنه

۲ – د یو موضوع مهم تفصیل منځ ته راوړلو په خاطر

۳ – دیوې پوښتنې د ځوابولو په موخه

۴ – د مطالعه شوي کتاب د تطبیق لپاره

۵ – د ځان لپاره د تسلیت ورکولو او یا د خوند لپاره

۶ – دلوستل شوو شیانو د قایمولو او اداء کولو په خاطر.

۲ – د مطالعی لپاره د ځانګړي ځای انتخابول :

  • د مطالعې لپاره ځانګړی ځای انتخاب کړئ اړینه ده چې داسې ځاي وي چې شور او آوازونو څخه لر ی وي ځکه چې د لوستلو کوم ترکیز او سپارښتنه ده هغه له منځه ځي ، مطالعه یو فردي کړنه ده نو زیات آرامتیا او سکون ته اړتیا لري تر څو زیاته فایده ترې حاصله شي نو پکار ده چې مناسب ځای چې پکې رڼا هم صحي وي ځان لپاره انتخاب شي.
  • د مطالعي پر مهال د اړتیا وړ شیان لکه قلم،کتابچه، ورقې او نور له ځانه سره نژدی باید ولرئ ځکه چې بیا د یو عادي شي په لټه کې ډیر وخت ضایع کیږي
  • د مطالعي لپاره بهترین ځای کور دی نو پکار ده چې کور کې یو خاص د مطالعې لپاره مختص ځایی ولرو او که امکان وي نو کتابخانو کې مطالعه وکړي مګر په هغې کې یوه ستونزه دا وي چې په معین وخت سره بندیږي او کیدای شي چې تاسو سره د مطالعې توان وي نو په مطالعه باندې بد تاثیر کوي او بله دا چې عادتاً کتابخانې سهار ناوخته خلاصیږي او شپې وختي بندیږي، او یا دا چې کتابخانه له تاسوڅخه په واټن کې وي نو د وخت ضیاع منځته راځي.

او مهمه دا چې په کور کې مطالعه کولو سره د اولادونو په سلوکي او تربوي لحاظ هم ښه تاثیر لري چې د مطالعې سره دهغو محبت او مینه پیدا کیږي

  • د کتاب د مطالعې لپاره د کمیت په لحاظ اندازه معلوم کړئ چې ایا د وخت په لحاظ ( څو ساعته ) او یا د کمیت په لحاظ ( څو صفحې) مطالعه وکړو یعنی ځان لپاره مشخص کړې چې ورځنی یو یا دوه ساعته او یاد لس ،شل اودیرش صفحې باید مطالعه وکړم . اویا د ځان لپاره ورځی مشخص کړی چې یوه یا دوه او یا دری ورځی مطالعه وکړم نو پکار ده چې هر یو تن دمطالعې کړنلاره اختیار کړي.

نو ویلی شو چې ځان لپاره د کتاب مطالعی اخري وخت ټاکل اوبیاد دوخت پابندي کول او له ځان څخه پوښتل چې ایا زه یو ښه لوستونکی یم او که څنګه ؟

  • د مطالعې لپاره انتخاب شوي کتاب څخه ځان ډاډمن کول چې ایا زما د اهدافو لاسته راوړولو کې له ماسره مرسته کولی شي او که څنګه ؟

مثلاً که غواړئ چې نړیوال اړیکو په اړه مطالعه وکړئ نو زیات کتابونه وګورئ خو پکار داده چې ځان لپاره داسې کتاب مشخص کړئ چې تاسی د نړیوال اړیکو څخه څه غواړئ؟ ایا فقط معنی مو پکار ده بغیر له دی چې جزئیاتو ته داخل شئ ؟ نو پداسې حالت کې تاسو ته یواځي یو مختصر کتاب د مطالعې لپاره پکار دی چې انتخاب کړئ.

او که چېرې هدف مو لوړ وي او له تفصیلاتو هم ځان خبرول غواړئ نو پدغه حالت کې بیا کامل او شامل کتاب د مطالعې لپاره انتخابول پکار دي او مهمه دا ده چې د خپل استعداد او علمي کچې مطابق کتاب انتخابول اړین دي تر څود مطالعې اهداف ترسره شي.

  • د یو کتاب خریداري کولو دمخه باید ځان لپاره داسې عادت جوړ کړئ ( د کتاب فهرست، مقدمه، خاتمه ، د کتاب شاته پوخ او په ټول کتاب عمومي مرور په مختصره توګه وګړئ ) ځکه دغه کړنه تاسو ته واضحه کوي چې ایا تاسو دغه کتاب خریداري ته اړتیا لرئ او که څنګه ؟ ایا دغه کتاب ستاسی د مطالعی اهداف پوره کولی شي او که نه ؟ او همدارنګه د مؤلف لیکنه هم درته معلومیږي چې عقیدوي اوتخصصي لحاظ باندی څنګه شخص دی؟

که چیرې داسی وکړئ نو د وخت ضیاع څخه به مو ځان ژغورلی وي.

  • د وخت په لحاظ ځان لپاره ځانګړی تقسیم الا وقات ترتیب کړئ اګر که ښه لوستونکی هغه څوک دی چې په هر وخت کې لوستل او مطالعه کوي، لیکن د ژوند نورو اړینو کړنو ترسرواي په موخه باید ځان لپاره مهالنی ځانګړی وخت و تاکل شي. د مطالعی لپاره داسی یو وخت و ټاکه چې په هغې کې مقاطعه ، خنډ او ځنډ نه راځي په دیتوګه باید ستاسی د مطالعې وخت د کورنۍ ټولو افرادو او ملګرو ته معلوم وي چې د ستاسی د مطالعی پر مهال څوک درته خنډ واقع نشي بلکې تاسو سره د مطالعي په دوام کې مرسته وکړي.
  • د غوسی او قهر په وخت کې مطالعه مه کوئ، او همدارنګه د غم او بی رغبتی په حالت کې مطالعه هم باید ونه شي ځکه چې مطالعی پر مهال د زړه حضور ته اړتیا ده تر څو په ذهن کې کیناستلو د دماغ حضور ته اشد ضرورت پکار دی . هر وخت مطالعه په شوق او رغبت سره تر سره کړئ، ځکه چې مطالعی پر مهال باید شخص پوره له کتاب سره ووسیږي نه دا چې نیمايی سوچ اوفکر يی د کتاب سره او نیمايی فکر ئی دبل شي په سوچ کې وي ، پدی سره دمطالعی څخه هدف نشي تر لاسه کولی فقط د وخت ضیاع رامنځته کیږي . ځکه الکنانی رحمه الله فرمایلي: د لوږی،تندی، غم ، غوسی ، خوب، سخته یخنې او ګرمې پر مهال فتوی ورکول درس ، تدریس او مطالعه کول نه دی پکار . ځکه چې کیدای شي په غلطه او خطا سره فتوی او ځواب ورکړي .
  • دمطالعی لپاره انتخاب شوی کتاب باندی فکر کوئ، چې په محدوده او ټاکل شوی وخت کې ووایاست ، له خپل مطالعې په مورد له خپله ځانه وپوښتئ چې له مطالعی څخه څه اهداف لرئ؟

بهتره ده چې تعوذ وویل شي، او دالله تعالی څخه مرسته طلب کړای شي چې د کتاب د مطالعي څخه پوره استفاده مو په برخه شي، په هر کار کې پر الله تعالی اعتماد اوباور کول هدف ته د رسیدو لویه وسیله بلل کیږي .

۳ – دمطالعی پر مهال :

  1. ستاسی ترکیز یواځی د کتاب صفحو خلاصول او کتاب پای ته رسول نه وي بلکې ځان لپاره د کتاب انتخاب پرمهال اساسي موخې وټاکئ او خپلو اهدافو ته درسیدلو لپاره د کتاب مطالعی پر مهال ځان ورسوئ.

هغه مشهوره وینا ده چې : دا پوښتنه مه کوه چې څومره مو مطالعه وکړه او یا څومره کتاب مو ولوست بلکې پدی ترکیز پکار دی چې څومره په کتاب وپوهیدو؟ ځکه د کتاب لوستلو بنسټیز هدف پوهیدل دي او پوهیدل بغیر له تفکیر څخه امکان نه لري، که چیرې د لوستلو څخه وروسته هم په کتاب پوه نه شئ نو مه خفه کیږه! دا یو طبیعي خبره ده لیکن تر څنګ ئی بیا بیا د مطالعی لپاره لاندی ذکر شوي په مختلفو طریقو سره هڅه وکړه .

  • دکتاب خلاصه په جلا اوراقو کې ولیکه .
  • په آهسته او آرام آواز سره کتاب ولوله چې یواځی ته ئې واوریدلی شئ.
  • د مخکیني اخذ څخه علاوه په یو نوي نظر سره او جلا طریقې سره کتاب مطالعه کړه.
  • که چیرې پوه نه شوی نو مه نا امیده کیږه بلکې مطالعی ته دوام ورکړه کیدای شي اخر به پر ې پوه شئ،
  • د نه پوهیدو پر مهال له ځان څخه په چټکې مه پوښته چې ولی پوه نه شوم؟ بلکې ځان ته فکر کولو فرصت ورکوه ځکه چې لږ فکر هم تا د پوهې طرف ته بیايی.
  1. ډیر په ترکیز سره کتاب مطالعه کوه ځکه چې دمطالعې یو اساسي رکن دی له ترکیز څخه علاوه مطالعه کول د وخت ضیاع ده ،په ترکیز سره مطالعه کول یو فن او مهارت دی او دغه فن اومهارت په تدریج سره لاس ته راوړلی شو تر څو مطالعه شوی حصې په ذهن کې وساتلی شو. پدی کې شک نشته چې داسې موانع شتون لري چې لوستونکی نه پریږدی چې مطالعی شوي صفحات په ذهن کې پاتي شي لدی جملې څخه:
  • د ذهني تشویش، په خیالاتو کې ډبیدل،نو پکار دي چې بی ځایه فکرونو څخه ذهن پاک کړی شي. په هغه څه ترکیز او اهتمام وکړئ چې پری واکمن یاست ولو که هغه باندی بر لاسه کیدای نشی نو هڅه وکړئ چې ځای بدل کړئ اویا ځان په بل څخه باندی مصروف کړئ تر څو تاسو هغه عارضي افکار له منځه یوسئ.
  1. هر څه چې لولولئ هغه باید ځان سره مدون ( ولیکئ)ځکه چې دا د لوستلو اساس بلل کیږي هر څه درته مهم ښکاري له ځانه سره ولیکه ولوکه د ښه حافظې خاوند هم یاست داسې نه ده چې کوم شی مختصرول غواړئ نو لیکلو ته اړتیا لري بلکې په هر څه چې نه پوهیږئ اویا زیات تفصیل غواړي نو لیکل ئې اړین دي د اختصار په توګه په لیکلو کې د هر چا خپله طریقه وي خو لیک مشترک شی هغه برداشت دی : ( مرجع نوم ، دصفحې شمېره ، اوهمدارنګه خاص یاداشت نوم چې دنورو څخه بیلږي او په یاداشت محتویاتو باندی دلالت کوي
  2. د کتاب د مطالعې له پېل څخه د مخه اړینه ده چې له ځان څخه وپوښتئ:

دښه لوستونکو صفت دا نه دی چې له ځان څخه پوښتنه نه کوي او ځوابونه ورته نه پیدا کوي.

مثلاً دغه سوالونه په یوه ورقه کې ولیکه او دکتاب د پوخ د پاڅه کیږده :

  • کتاب په مجمل ډول له څه نه بحث کوي؟
  • هغه معلومات چې کتاب وړاندی کوي څه اهمیت لري ؟
  • ایا کتاب د موضوع په ټولو اړخونو کې شامل دی ؟

څرنګه کتاب خپل افکار وړاندی کوي؟ او همدارنګه د موضوع په خصوصیاتو کې سوالونه او ځوابونه

0- د کتاب مطالعه باید له خپل ځان سره مناقشه شي پدی معنی چې بعضی اشاری ( علامی) په کتاب کې کیږي ولو که بعضی خلک دغه عملیه ردوي لیکن لیکوال وايی چې دا هم یوه فعاله عملیه ده د کتاب دهضمولو لپاره .

بعضی اشارې په لاندې توګه دي:

  • دخط کشول د رئيسی جملو د پاڅه یا لاندې
  • دمهم جملو لاندې سور خط لیکل
  • د استفهام علامه ؟ چې کوم مشکل سره مخامخ شوي یاست
  • د ستوري علامه * چې کوم فقرې مهمې او ډیر زیات څېړنه غواړي.
  • او دایروي شکل معنی دا چې دمخکیني فقرې سره اړیکې لري او داسې نور.

دلوستلو څخه وروسته :

د کتاب مطالعې څخه وروسته معنی دانه ده چې کتاب خلاص شو او ستا علاقه هم ورسره ختمه شوه دمعلوماتو د تثبیت په خاطر یو ځل بیا هم کتاب مراجعه کول پکار دي لیکن لدی څخه مخکې چې بیا مطالعه پېل کړئ دغه سوالونه ځان سره مطرح کړه :

  • هغه کوم ځایونه دي چې په مطالعه شوي کتاب کې مطالعې ته اړتیا لري؟
  • دهر موضوع لپاره څومره وخت ته اړتیا ده ؟
  • په کومو ځایونو کې کمزوري او یا قوت موجود دی ؟

د مطالعي پر مهال باید دغه سوالونو ته ځواب ورکړئ مراجعی معنی دانه ده چې بیا زر زر کتاب وګورئ او ځان ورڅخه فارغ کړئ بلکې بیا مناقشه ، تحلیل لیکل ، د موضوع او افکارو تر منځ اړیکې او داسې نور حتی که چېری د کتا ب بیا مطالعه رامنځته شي نو پکار ده چې مطالعه شي .

د کتاب مراجعې لپاره اړینه وسیله هغه د کتاب مناقشه ده .

ځکه امام نووي رحمه الله وايي : مذاکره هغه حفظ شوي شیان ثابتوي ،لیکي، تائیدوي او استقرار پیداکوي (علم ، پوهه او فن د ډیر مذاکری له لاری زیاتیږي ) دیو ساعت مناقشه کول د څو ساعتونو او د څو ورځو د مطالعې څه بهتره او نفع رسونکي ده .

 

لیکنه : مبارک عامر بقنه

ژباړه : عبدالله (حامد)