د کترينه کېف د خوښې ځاى کوم ځاى دى؟

د باليووډ مشهورې اداکارې کترينه کېف خپلو مينه والو ته وړانديز وکړ، چې هر څه پوښتنه ترې لري، نو په انسټاګرام کې يې ترې کولاى شي، چې مينه والو يې هم ترې په اړه ډېرې پوښتنې وکړې.

يو کس ترې غوښتنه وکړه، چې د خپل کوچنيوالي عکس دې ورسره شئير کړي، چې نوموړې هم ژر د خپل کوچنيوالي يو ښکلى عکس ورسره شريک کړ.

يو بل کس له کترينه کېف نه پوښتنه وکړه، چې په وروستي ځل کله خپله شوې وې، نو هغې يو عکس خپور کړ او وې ويل چې له ايشان کهتر سره يې د بېډمنټن لوبه کوله او هغه ورسره پکې درغلي کوله، نو خپه شوې وه.

يو کس له کترينه کېف نه وپوښتل چې د رخصتيو يا چکر لپاره يې د خوښې ځاى کوم ځاى دى، نو هغې يو عکس شريک کړ او وې ويل چې هر هغه ځاى، چې لمر او سمندر پکې وي.

 

يو کس له کترينه کېف نه غوښتنه وکړه چې د مينه والو لپاره دې يو داسې عکس خپور کړي، چې له دې مخکې يې نه وي شئير کړى، چې هغې يې په ځواب کې شيشې ته اخيستل شوي سيلفي خپره کړه.

يو کس له نوموړې غوښتنه وکړه چې د ورزش ويډيو يا عکس دې ورسره شريک کړي، چې د بالي ووډ باربي ډول ورسره د خپل ورزش ويډيو شريکه کړه.

کاپي…