د کجکي برېښنا تولید فابریکې درېیم توربین وروسته له اوږدې مودې بیرته فعال شو

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د کجکي برېښنا تولید فابریکې د لومړي فاز درېیم توربین وروسته له اوږدې مودې بیرته فعال او د برېښنا په شبکه کې شامل شو .
دغه توربین د ۱۸ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې په فعالېدو سره یې د کجکي برېښنا تولیدي بند د لومړي فاز ټولیز ظرفیت ۵۱.۵ میګاواټه برېښنا ته ورسید.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۰۰ میګاواټه په ظرفیت سره د کجکي برېښنا تولیدي بند دویم فاز کار په بشپړېدو دی او ډیر ژر به د کجکي بند د برېښنا تولید ټولیز ظرفیت ۱۵۱.۵ مېګاواټو ته لوړ شي.