د کردانو کارګر ګوندیوه ترکۍ هلیکوپټره ویشتلې

د کردانو کارګر ګوند «پي،کې،کې» ادعا کړې چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې یې یو هليکوپټر ویشتلی چې په کې دیارلس تنه وژل شوي.

د پي، کې،کې په خبرپاڼه کې چې “فرات” خبري اژانس پرون جمعه خپره کړې، ویل شوي چې د ترکیې د پوځ هليکوپټر د سوریې پولې ته پرنېږدې سیمه د پرواز پرمهال ویشتل شوی ده.

خود پېښې په اړه په ابتدايي رپوټونو کې ویل شوي و چې د پوځ یو هليکوپټر تر پرواز لنډه موده وروسته، د بریښنا له مزو سره د لګېدو له امله غورځېدلی ده.

په دې پېښه کې د ترکیې د پوځ یو لوړ رتبه جنرال هم وژل شوی دي.