کرنې او اوبو لګولو وزیر نصیر احمد درانی ننګرهار ته راغلی، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخه کې د شا او خوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت بیلابیلې پروژې پرانیزي.
دغه مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني په مشرۍ لوړپوړوی پلاوی ګډون لري.
په لومړي قدم کې به دلته د CBARD پروژې له لوري د ننګرهار ولایت په (خوګیانو، شیرزادو، کوټ ، رودات، چپرهار او اچین) ولسوالیو کې د ښځو لپاره د (۲۳۰) کوچینو شنو خونو جوړولو قرارداد لاسلیک شي.
همداراز یو شمېر نورې پروژو تړونونه به هم لاسلیک شي، چې ورسره به ننګرهار به د کرنې او مالدارۍ له پلوه ډېر غنې شي