د کرنې وزارت فاریاب کې د پسته ۵ سوه جریبه باغ جوړوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې فاریاب ولایت کې د ملي بڼوالۍ پروګرام له لارې ۵ سوه جریبه د پسته مېوه لرونکو بوټو نوی بڼ جوړوي.

یاد وزارت په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د دغه باغ جوړولو لپاره یې د فاریاب ولایت په پښتون زرغون، خواجه سبزپوش، شیرین تګاب، قیصار، ګرزېوان، کوهستان او مېمنې ښار کې بزګرانو ته د بوټو تخم وېشلی دی.

د یادولو ده، چې افغان پسته د افغانستان د بازارونو سربېره د نړۍ مارکېټونوکې هم ښه بازار لري.