د کرونا له امله افغانستان ته د راستنیدونکو مهاجرو شمېر زیات شوی

د کډوالو چارو وزارت وایي، چې په دې وروستیو کې افغانستان ته د راستنیدونکو مهاجرو شمېر تر بل هر وخت زیات شوی دی.

دغه وزارت زیاتوي، چې د اسلام قلعه له بندر څخه د ورځې له ۷ زرو نیولې تر لس زرو پورې مهاجرین افغان خاورې ته راستیږي او لامل یې په ایران کې د کرونا ویروس په اخته کېدو وېره ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د یاد ویروس ناروغي نړیواله وبا ګڼل شوې ده او پر دغه ګواښوونکې ناروغۍ د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په ګډون په ټوله نړۍ کې تر سل زره زیات کسان اخته شوي او نږدې پنځه زره یې وژلي دي.