د کرونا ویروس له امله افغانستان کې د مړینې اوومه پېښه ثبت شوه

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې  د یاد ویروس څخه  یو ناروغ په کابل کې مړ شوی دی

همدا راز زیاتوي چې، له کرونا ویروس څخه هیواد کې ۱۲ کسان ژغورل شوې دي.

په ټول افغانستان کې تر دا مهاله مثبتې پېښې ۲۹۹ دي.