د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر تر شپیته زرو واوښت

د کرونا وژونکی ویروس له کبله تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شپیته زره کسان ۳۸۰ تنه مړه شوي، دوه سوه ۳۸ زره ۸ سوه ۹۱ تنو درملنه شوې او تر یو میلیون او یو سل ۳۳ زره پنځه سوه ډېر پرې ککړ دي .

د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې امریکا کې ثبت شوي دي، چې تر اوسه پکې شاوخوا ۲ لکه ۷۸ زره څلور سوه ۹۲ تنه پرې ککړ دي او شاوخو ۷ زره  او پنځه سوه یې له امله مړه شوي دي.

خو تر ټولو هېوادونو ډېرې د مړینې پېښې د کرونا له کبله په ایټالیا کې ثبت شوي، چې هلته یې شاوخوا ۱۴ زره ۷ سوه کسان مړه کړي او شاوخوا ۱۲۰ زره پرې اخته دي.

هسپانیا بیا دریم هېواد دی، چې تر نورو هېوادونو پکې د کرونا ویروس ډېرې پېښې رامنځته شوي دي، دغلته یې تر ۱۱ زره تنو ډېر مړه کړي او شاوخوا یو لک او ۲۴ زره او ۸ سوه پرې اخته دي.

ګاونډي هېواد پاکستان کې یې تر دا مهاله ۴۱ کسان مړه او ۲ زره ۷ سوه او ۸ تنه پرې اخته دي؛ هند کې یې ۸۸ تنه مړه کړي او ۳ زره او دوه سوه ۳۰ پرې اخته دي.

همدا راز ایران کې تر دا مهاله له ۵۵ زره ۷ سوه ۴۵ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي او  ۳ زره ۴ سوه ۵۲ تنه یې له کبله مړه شوي دي.