د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر شپیته زرو ته نږدې شو

یاد وژونکی ویروس له کبله تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې نږدې شپیته زره کسان مړه شوي، دوه سوه ۳۱ زره ۹ سوه ۸۶ تنو درملنه شوې او تر یو میلیون او یو سل ۱۷ زرو ډېر پرې ککړ دي .

د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې امریکا کې ثبت شوي دي، چې تر اوسه پکې شاوخوا ۲ لکه ۷۸ زره څلور سوه ۷۲ تنه پرې ککړ دي او شاوخو ۷ زره  او پنځه سوه یې له امله مړه شوي دي.

خو تر ټولو هېوادونو ډېرې د مړینې پېښې د کرونا له کبله په ایټالیا کې ثبت شوي، چې هلته یې شاوخوا ۱۴ زره ۷ سوه کسان مړه کړي او شاوخوا ۱۲۰ زره پرې اخته دي.

هسپانیا بیا دریم هېواد دی، چې تر نورو هېوادونو پکې د کرونا ویروس ډېرې پېښې رامنځته شوي دي، دغلته یې تر ۱۱ زره تنو ډېر مړه کړي او یو لک او ۱۹ زره او ۸ سوه ۲۷ پرې اخته دي.

ګاونډي هېواد پاکستان کې یې تر دا مهاله ۴۰ کسان مړه او ۲ زره ۷ سوه او ۸ تنه پرې اخته دي؛ هند کې یې ۸۶ تنه مړه کړي او تر ۳ زره زیات پرې اخته دي.

همدا راز ایران کې تر دا مهاله له ۵۳ زرو ډېرې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي او نږدې ۳ زره ۳۰۰ تنه یې له کبله مړه شوي دي.