د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر له ۵۴ زرو واوښت

کرونا وژونکی ویروس چې په دې وروستیو کې د نړۍ لپاره یو ستر ګواښ ګرځېدلی، له کبله یې تر دا مهاله ۵۴ زره ۳ سوه او ۲۹ کسان مړه شوي او تر یو میلیون او ۳۲ زرو ډېر پرې ککړ دي. د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې امریکا کې ثبت شوي دي، چې تر اوسه پکې شاوخوا ۲ لکه ۴۵ زره او ۶۹۵ کسان پرې ککړ دي او تر ۶ زرو ډېر یې له امله مړه شوي دي. خو تر ټولو هېوادونو ډېرې د مړینې پېښې د کرونا له کبله په ایټالیا کې ثبت شوي، چې هلته یې تر ۱۳ زره ۹ سوو ډېر کسان مړه کړي او تر ۱۱۵ زره ډېر پرې اخته دي. هسپانیا بیا دریم هېواد دی، چې تر نورو هېوادونو پکې د کرونا ویروس ډېرې پېښې رامنځته شوي دي، دغلته یې نږدې ۱۱ زره تنه مړه کړي او نږدې یو لک او ۱۸ زره پرې اخته دي. ګاونډي هېواد پاکستان کې یې تر دا مهاله ۳۵ کسان مړه او ۲ زره ۴ سوه او ۵۸ پرې اخته دي؛ هند کې یې ۷۵ تنه مړه کړي او شاوخوا ۲ زره شپږ سوه پرې اخته دي، په داسې حال کې چې ایران کې یې تر دا مهاله له ۵۳ زرو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي او ۳ زره ۲۹۴ تنه یې له کبله مړه شوي دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات ولایت په لابراتوار کې د کرونا ویروس ۷۰ شکمنې پېښې ازمایل شوي، چې په دې کې ۱۵ مثبتې ثابت شوي دي. له دې سره افغانستان کې د یاد ویروس مثبتې پېښې ۲۷۳ ته لوړې شوي، چې تر دا مهاله یې له امله شپږ تنه مړه شوي دي.