د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر له ۵۹ زرو واوښت

یاد وژونکی ویروس چې په دې وروستیو کې د نړۍ لپاره یو ستر ګواښ ګرځېدلی، له کبله یې تر دا مهاله تر ۵۹ زره زیات کسان مړه شوي، دوه سوه ۳۱ زره ۹ سوه ۷۱ تنو درملنه شوې او تر یو میلیون او ۹۹ زرو ډېر پرې ککړ دي.

د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې امریکا کې ثبت شوي دي، چې تر اوسه پکې شاوخوا ۲ لکه ۷۸ زره کسان پرې ککړ دي او شاوخو ۷ زره  او پنځه سوه یې له امله مړه شوي دي.

خو تر ټولو هېوادونو ډېرې د مړینې پېښې د کرونا له کبله په ایټالیا کې ثبت شوي، چې هلته یې شاوخوا ۱۴ زره ۷ سوه کسان مړه کړي او شاوخوا ۱۲۰ زره پرې اخته دي.

هسپانیا بیا دریم هېواد دی، چې تر نورو هېوادونو پکې د کرونا ویروس ډېرې پېښې رامنځته شوي دي، دغلته یې تر ۱۱ زره تنو ډېر مړه کړي او یو لک او ۱۹ زره او دوه سوه پرې اخته دي.

ګاونډي هېواد پاکستان کې یې تر دا مهاله ۴۰ کسان مړه او ۲ زره ۶ سوه او ۸۶ پرې اخته دي؛ هند کې یې ۸۶ تنه مړه کړي او تر ۳ زره زیات پرې اخته دي.

همدا راز ایران کې تر دا مهاله له ۵۳ زرو ډېرې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي او نږدې ۳ زره ۳۰۰ تنه یې له کبله مړه شوي دي.

افغانستان کې د یاد ویروس مثبتې پېښې ۲۹۹ ته لوړې شوي، چې تر دا مهاله یې له امله شپږ تنه مړه شوي دي.