د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر نږدې ۶۵ زرو ته ورسېد

د یاد وژونکي ویروس له کبله تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې ۶۴ زره ۷ سوه ۸۱  تنه مړه شوي، د دوه سوه ۴۹ زره یو سل ۲۷ تنو درملنه شوې او تر یو اعشاریه دوه میلیونه ډېر پرې ککړ دي .

د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې امریکا کې ثبت شوي دي، چې تر اوسه  په دغه هېوا کې تر درې سوه  ۱۲ زره  تنو زیات پرې ککړ دي او له اته نیم زرو زیات یې له امله مړه شوي دي.

خو تر ټولو هېوادونو ډېرې د مړینې پېښې د کرونا له کبله په ایټالیا کې ثبت شوي، چې هلته یې ۱۵ زره ۳ سوه ۶۲ کسان مړه کړي او نږدې ۱۲۵ زره پرې ککړ دي.

هسپانیا بیا دریم هېواد دی، چې تر نورو هېوادونو پکې د کرونا ویروس ډېرې پېښې رامنځته شوي دي، دغلته یې شاوخوا ۱۲ زره تنه مړه کړي او شاوخوا یو لک او ۲۵ زره  پرې ککړ دي.

ګاونډي هېواد پاکستان کې یې تر دا مهاله ۴۲ کسان مړه او ۲ زره ۸ سوه او ۳۵ تنه پرې اخته دي؛ هند کې یې ۹۹  تنه مړه کړي او ۳ زره او شپږ سوه ۷۱ پرې اخته دي.

همدا راز ایران کې تر دا مهاله له ۵۵ زره ۷ سوه ۴۳ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي او نږدې ۳ زره پنځه سوه تنه یې له کبله مړه شوي دي.