د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۷۴ زرو ته ورسېد

د یاد وژونکي ویروس له کبله تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې ۷۴ زره تنه زیات مړه شوي، د دوه سوه ۸۵ زره تنو درملنه شوې او تر یو اعشاریه درې میلیونه ډېر پرې ککړ دي . د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې امریکا کې ثبت شوي دي، چې تر اوسه په دغه هېوا کې تر درې سوه پنځوس زرو زیات پرې ککړ دي او له لس نیم زرو زیات یې له امله مړه شوي دي. خو تر ټولو هېوادونو ډېرې د مړینې پېښې د کرونا له کبله په ایټالیا کې ثبت شوي، چې هلته یې ۱۶ زره ۵ سوه ۲۳ کسان مړه کړي او نږدې ۱۲۵ زره پرې ککړ دي. هسپانیا بیا دریم هېواد دی، چې تر نورو هېوادونو پکې د کرونا ویروس ډېرې پېښې رامنځته شوي دي، دغلته یې ۱۳ زره یو سل ۷۰ تنه مړه کړي او شاوخوا یو لک او ۳۵ زره پرې ککړ دي. ګاونډي هېواد پاکستان کې یې تر دا مهاله ۵۲ کسان مړه کړي، ۳ زره ۲ سوه او ۶۶ تنه پرې اخته دي؛ هند کې یې ۱۳۴ تنه مړه کړي او ۴ زره او ۷ سوه ۵۸ تنه پرې اخته دي. همدا راز ایران کې تر دا مهاله له ۶۰ زره ۵ سوه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي او تر ۳ زره ۷ سوه ۴۰ تنو زیات یې له کبله مړه شوي دي. افغانستان کې بیا د کرونا ویروس له امله تر دا مهاله د یو ډاکټر په ګډون ۱۱ تنه مړه شوي او ۳۶۷ تنه پر دغه ویروس ککړ دي، چې ۱۸ تنو درملنه شوې ده.