چین کې تر اوسه یاد وژونکي ویروس ۱۰۱۷ کسان مړه کړي او تر ۴۳ زرو ډېر پرې اخته دي.
د یاد هېواد روغتیایي مسوولین وایي، ۲۱ زره ۶ سوه ۷۵ کسان نور داسې دي، چې په کرونا ویروس د اخته کېدو علایم پکې ثابت شوي دي.
د راپورونو په اساس، تر اوسه په چین کې تر ۴ زرو ډېر کسان له یاد ویروس ژغورل شوي دي.
همدا راز له چین پرته ۲۸ نور هېوادونه دي، چې د کرونا وژونکي ویروس مثبتې پېښې پکې ثبت شوي دي، چې له امله یې په نړیواله کچه اندېښنې راپورته شوي دي.