د کرونا ویروس پر وړاندې د چین جګړه

په دې وروستیو کې که له یوې خوا د کرونا ویروس له امله مړینې، اندېښنې او ګواښونه زیات شوي دي، له بلې خوا د چین حکومت یې په اړه د بشپړې مبارزې خبر ورکوي.

دا چې د کرونا پر وړاندې د چین مبارزه څه ډول ده او وروستي جزیات یې څه دي، د امان الله زړور په دې چمتو شوي مالوماتي راپور کې یې ګورو او اورو:

چین یو تر ټولو ګڼ مېشتی هېواد چې نږد ۱۴ سوه میلیونه وګړي پکې ژوند کوي.

دغلته د کرونا ویروس له امه تر اوسه ۹۰۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

تر ۴۰ زرو ډېر پر دغه ویروس اخته دي او نږدې ټول چین یې تر ګواښ لاندې دی.

کرونا ویروس په لومړي ځل د چین په اوهان ښار کې رامنځته شو او ۸۸ سلنه د کرونا ویروس پېښې په همدې ښار کې رامنځته کیږي.

دغه ښار هغه ډاکټر هم د کرونا ښکار شو، چې د یاد ویروس په اړه به خلکو ته مالومات ورکول او دغه ویروس یې پېژندلی وو.

نو طبیعي ده، چې د اوهان وګړي په وېره کې دي او بهر نه راوځي.دا ښار ښکلی جوړ شوی، خو په دې وروستیو کې داسې ښکاري، چې ګنې دلته څوک نشته او دا ودانۍ او ابادیانې خپله له وړاندې جوړې شوي، نه چې د همدې ځای خلکو پرې خوارې کړي وي.

دلته یو عمومي رخصت انګېرل کیږي او ته به چې په دې لوړو ودانیو کې کې هیڅوک ژوند نه کوي.

اوس یې د چین حکومت پر وړاندې د کلکې مبارزې هڅې پیل کړي:

د کرونا ویروس پر وړاندې جګړه:

((پیل وکړئ!))

پر کرونا ویرو اخته ناروغان د اوهان هاوشینشا روغتون ته لېږدول کیږي

ناروغان د نیګیټیف پرېشر امبولانسونو په نوم موټرو کې روغتونونو ته انقالیږي

د امبولانسونو بشپړ تدابیر نیول شوي

د نیګیټیف پرېشر په نوم امبولانسونو جوړولو پرسونل لا هم د امبولانسونو په جوړولو بوخت دي

کارکوونکي یې په وړیا توګه کار کوي

د امبولانسونو جوړولو کمپنیو کې کارکوونکي په ۱۴ ساعته کار بوخت وي

کارکوونکي وایي، دا اسانه کار نه دی؛ خو د دوی لپاره ارزښت لري

دوی اوهان قوي غواړي او غږونه کوي، چې اوهانه وار مه خطا کوه!

له چین پرته دا مهال د نړۍ ۲۸ هېوادونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي، خو د مړیني پېښې یې یوازې بیا په دوه هېوادونو کې رامنځته شوي، چې یوه یې فلیپین او بله په هانګ کې رامنځته شوې ده.