د کرونا ویروس ګڼ شمېر تښتیدلي ناروغان بېرته روغتون ته ستانه شوي دي

د فغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، د هرات ولایت له روغتون څخه د کرونا ویروس هغه شکمن ناروغان چې تښتیدلي و، ډیری یې بېرته ورستانه شوي دي؛ خو هغه تن چې د کرونا ویروس مثبته پېښه یې درلودله لا هم روغتون ته نه دی ورستون شوی او ډایکنډي ولایت ته تښتېدلی دی. د عامې روغتیا ویاند اندېښنه څرګندوي، که چېرې دغه ناروغ له روغو کسانو سره یو ځای شي؛ نو هغوی به هم د کرونا ویروس پر ناروغۍ اخته کړي. وحیدالله مایار زیاتوي، هغه ۳۷ تنه چې بېرته روغتون ته ورستانه شوي د کرونا ناروغي یې منفي ثابته شوې ده او کورونو ته یې رخصت کړي دي.