د کرونا ویروس ۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي

عامې روغتیا وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلې چې په تازه مواردو کې دوه پيښې په هرات، دوه په لوګر او یوه پيښه په بادغیس ولایت کې ثبت شوې ده.

په دې سره افغانستان کې د کرونا د پيښو شمېر ۲۱ ته ورسید.