د کرينه کپور ١٠ غوره فلمونه

کرينه کپور خان په هندي سينما کې ٢٠ کاله پوره کړي دي او په دې ٢٠ کلونو کې هغې هر ډول کردارونه په ډېر ښه ډول ترسره کړي او فلم ليدونکو ته يې په زړه پورې فلمونه وړاندې کړې دي.

هغې په هر يو کردار کې خپل ځانګړى هنر ښکاره کړى دى، چې نه يوازې فلم يې بريا ته رسولى دى، بلکې د خلکو يې هم بلها ډېر کردارونه تراوسه پورې په ياد دي.

 

فلم فئير د کرينه کپور خان ١٠ غوره فلمونه راغونډ کړي دي، چې موږ يې هم تاسې ته د هغې د ٤٠مې کليزې په ورځ وړاندې کوو.

 

ريفيوجي (٢٠٠٠)

ډايريکټر: جې پي دتا

هنرمندان: ابيشيک بچن، کرينه کپور، جېکي شروف، سنيل شيټي

دا د کرينه کپور او ابيشيک بچن لومړنى فلم و. ابيشيک په دې فلم کې د يو داسې کس رول لوبولى دى چې په غېر قانوني ډول په سرحد باندې کډوال اړوي. دا فلم د بنګله دېش تر ازادۍ وروسته د هند او پاکستان په سرحدي سيمه جوړ شوى دى، چې ډېر کډوال په غېر قانوني ډول په دې لارو تلل راتلل.

 

کرينه کپور هم د همدې غېر قانوني لارې د اوړېدو پر مهال له ابيشيک بچن سره ويني. که څه هم دا فلم په باکس افس کامياب نه شو، خو کرينه کپور په دې فلم کې ښه اداکاري کړې وه چې د نوې هنرمندې غوره جايزه يې هم ترلاسه کړې وه.

 

کبهي خوشي کبهي غم (٢٠٠١)

 

ډايريکټر: کرن جوهر

 

هنرمندان: اميتاب بچن، جيا بچن، شاه رخ خان، کاجول، ريتيک روشن، کرينه کپور

د دې فلم کيسه د يوه شتمن سړي يشوردن راى چند (اميتاب بچن) ده، هغه يو ماشوم د خپل زوي په توګه اخلي او ساتي يې، راهول (شاه رخ خان) چې د هغه خپل زوى نه وي، چې کله لوى شي نو د هغه ټول کاروبار ساتي، خو هغه د يوې غريبې کورنۍ په نجلۍ انجلي (کاجول) مينېږي او د خپل پلار په ضد له هغې سره واده کوي او بيلېږي.

 

وروسته د يشوردن بل زوي روهن (ريتيک روشن) چې کله لوى شي، نو هغه خپله ټوله کورنۍ يو ځل بيا رايوځاى کوي. هغه بيا د پوجا (کرينه کپور) سره مينه پېدا کوي. دا يو مشهور او کامياب فلم و.

 

چميلي (٢٠٠٤)

 

ډايريکټر: اننت بالاني، سدهير مشرا

 

هنرمندان: کرينه کپور، راهول بوس

 

امن کپور (راهول بوس) چې يو شتمن سړى وي او د هغه حامله مېرمن د موټر په يوه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى وي، په يوه غونډه کې ګډون کوي خو هلته يې زړه نه لګېږي او د شپې ناوخته راوځي، په لاره کې ورته موټر خرابېږي او د موبايل چارج يې هم ختمېږي، له هغه وروسته هغه د چميلي (کرينه کپور) چې يوه فاحشه وي، سره ويني.

 

کرينه کپور په دې فلم کې ډېر ښه رول لوبولى دى او دا د هغې يو له غوره فلمونو څخه دى.

 

اومکارا (٢٠٠٦)

 

ډايريکټر: وشار بهادرواج

 

هنرمندان: اجى دېوګن، سېف علي خان، ويويک اوبراى، بپاشا باسو، کرينه کپور، کونکنا سين شرما

د وشال بهاردواج دا فلم د شيکسپير په يوه تياتري ډرامه جوړ شوى دى، چې يو په زړه پورې فلم دى. په دې فلم کې هم کرينه کپور خان ډېر ښه کار کړى دى.

 

جب وي مېټ (٢٠٠٧)

 

ډايريکټر: امتياز علي

 

هنرمندان: شاهد کپور، کرينه کپور

ګيت (کرينه کپور) چې په ځان ډېره باورمنه ده او ډېره زياته غږېږي د اورګاډي د سفر پر مهال د اديتيا (شاهد کپور) سره ويني. دا سفر د دوى ژوند بدلوي. اديتيا چې يو شتمن دى، له خپل ژوند په تنګ او هر څه يې پرېښي او همداسې په يو سفر راوتلى دى، خو ګيت چې ډېرې زياتې خبرې کوي او له هر سفر کوونکي سره غږېږي، د اديتيا له امله خپل اورګاډى پرېږدي او بيا هغه ته وايي چې کور ته به يې رسوي.

 

دا سفر د دواړو ژوند بدلوي، د اديتيا ټول فکرونه بدلېږي او هغه يو ځل بيا خپل ژوند ته راګرځي، ګيت چې له چاسره مينه لري، په هغه پسې ځي او څو مياشتې وروسته اديتيا خبرېږي، چې هغه خو چې په چا مينه وه، هلته نه ده تللې.

 

دا د کرينه کپور يو تر ټولو غوره فلم دى.

 

قربان (٢٠٠٩)

 

ډايريکټر: رينسل ډي سلوا

 

هنرمندان: سېف علي خان، کرينه کپور، اوم پوري، کيرن کهير، ويويک اوبراى، ديا مرزا

په دې فلم کې اوانتيکا اهوجا (کرينه کپور) په امريکا کې ژوند کوي، خو ډيلي ته له دې امله راځي، چې پلار يې ناروغه وي، وروسته د احسان خان (سېف علي خان) سره ويني چې هغه د پوهنتون يو استاد وي، دواړه په يو بل مينېږي او واده کوي.

 

خو د فلم کيسه هله بدلېږي، چې کله اوانتيکا په دې پوهېږي چې احسان خان د ترهګرو سره لاس لري. هغه بيا خپل ملګري رياض (ويويک اوبراى) ته دا کار سپاري، چې دا معلومه کړي چې احسان خان له چاسره کار کوي او څنګه له دې هر څه بېرته راوويستل شي.

 

٣ ايډيټس (٢٠٠٩)

 

ډايريکټر: راجکمار هيراني

 

هنرمندان: عامر خان، آر مادهوان، شرمن جوشي، کرينه کپور، بومن ايراني، اومي ويديا

٣ ايډيټس د لوړو زده کړو په اړه جوړ شوى فلم دى، چې درې ملګري فرهان قرېشي (مادهوان)، راجو رستوګي (شرمن جوشي) او رېنچو (عامر خان) ترمنځ يې کيسه چورلي.

 

دا درې واړه ملګري يو ځاى لوړې زده کړې ترلاسه کوي. خو فرهان قرېشي بيا له فوټوګرافۍ سره مينه لري او راجو رستوګي فکر کوي چې هغه ډېر کمزورى زده کړيال دى.

 

رېنچو بيا فکر کوي چې هغه له انجنيرۍ سره عشق لري او هغه په دې کې نه وي چې هر څومره نومرې ترلاسه کوي. هغه د پوهنتون د مشر له لور (کرينه کپور) سره مينه پېدا کوي، خو کله چې پوهنتون نه فارغېږي نو رېنچو په خپله مخه ځي او خپل ملګري او مينه هر څه پرېږدي، چې بيا د فلم په پاى کې د هغه ملګري او مينه يې دى پېدا کوي.

 

دا يو بهترين او غوره فلم دى.

 

هيروئن (٢٠١٢)

 

ډايريکټر: مدور بهنډارکر

 

هنرمندان: کرينه کپور، ارجن رامپال، رنديپ هوډا، شهانا ګوسوامي

په دې فلم کې مدور بهنډارکر د بالي ووډ يا هندي سينما حقايق خلکو ته وړاندې کړې دي. چې يوه هنرمنده ماهي اروړا (کرينه کپور) چې د هندي فلمونو يوه مشهوره هنرمنده ده، په پاى کې يې ژوند کوم حالت ته رسېږي.

 

په دې فلم کې د بالي ووډ سينما په اړه ډېر داسې څه شته، چې په ليدلو ارزي. همدا راز د کرينه کپور هم يو له غوره فلمونو څخه دى.

 

ويرى دي ويډينګ ()٢٠١٨)

 

ډايريکټر: ششنکا ګهوش

 

هنرمندان: کرينه کپور خان، سونم کپور اهوجا، سوارا بهاسکر، شيکها تلسانيا

 

دا د ٤ نجونو کيسه ده، چې په ژوند کې د هېڅ شي په اړه ډېر فکر نه کوي او د خپل ژوند څخه خوند اخلي. کرينه کپور هم په دې فلم کې د نورو هنرمندانو تر څنګ ښه رول لوبولى دى او د هغې يو له ښو فلمونو څخه دى.

 

ګوډ نيوز (٢٠١٩)

 

ډايريکټر: راج مهتا

 

هنرمندان: اکشى کمار، کرينه کپور خان، دلجيت دوسانج، کياره اډواني

ګوډ نيوز يو کومېډي فلم دى، چې د دوه کورنيو کيسه ده. اکشى کمار او کرينه کپور پکې ښځه او خاوند وي او دلجيت دوسانج او کياره اډواني پکې ښځه او خاوند وي.

 

دواړه کورنۍ غواړي چې ماشومان يې وزېږي، خو دا حالت نارمل نه وي، نو وروسته دوى د يو ډاکټر په مرسته د ماشوم زېږولو هڅه کوي، چې هغه د خاوند سپرم د ښځې بچه دانۍ ته اچوي.

 

خو مشکل هله پېښېږي، چې د دواړو کورنيو نومونه يو شان وي، او د نارينه و سپرم بدلېږي.

 

په وروستيو کې د کرينه کپور يو په زړه پورې فلم دى.

کاپي هنرستان….