د کرکټ نړيواله شورا د افغانستان او نيوزيلنډ پر احتمالي لوبو غونډه کوي

ټاکل شوې نن د کرکټ نړيواله شورا د هندوستان په کلکته ښار کې غونډه جوړه کړي.

په‎دې غونډه کې به افغانستان له نيوزيلنډ سره د احتمالي لوبو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په راتلونکي جون مياشت په ۱۴مه نېټه د هندوستان پر وړاندې لوبه وکړي، خو وروسته به دا دوه ډلې له ۲۰۱۹میلادي کال څخه تر ۲۰۲۳میلادي کال پورې له يو بل سره نه مخامخ کېږي.

د افغانستان ملي ټيم به په راتلونکو څلورو کلونو کې د انګلنډ او اسټرالیا، ويسټ انډيز او زمبابوې په ګډون د کرکټ د مخکښو ټيمونو پر وړاندې لوبېږي.

افغانستان تېرکال په جون مياشت کې د کرکټ د نړيوالې شورا يا« ICC» بشپړ غړيتوب تر لاسه کړ او د دغه سپورټ ۱۱م ټيسټ لوبه کوونکی هېواد

کاپي..