د کرکټ نړیوالو سیالو په لړ کې نن پاکستان د هندوستان په وړاندې لوبیږي.

هندوستان لوبډلې پچه وګټله او ویل کیږي چې په خپله یې د توپ وهنې پریکړه کړې ده.

د کرکیټ د نړیوال جام پر لومړۍ ورځ دواړو کوربه هیوادونو خپلو سیالو ډلو ته ماتې ورکړې. لومړۍ لوبه نیوزیلاند له سریلانکا څخه په ۹۸ منډو او دویمه لوبه استرالیا له انگلستان څخه په ۱۱۱ منډو وگټله.

د کرکیټ په نړیوال جام کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د بنگله دیش پر وړاندې د فبروری میاشتې پر ۱۸مه نیټه وکړي. د افغانستان د کرکیټ ملي شورا غړو ویلي دي چې هدف یې د دغې لوبې گټل دي ترڅو افغان لوبغاړي وشي کولای له لومړي سره په لوړ مورال د نړیوال جام سیالي پیل کړي.