د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان غوره لیګ منظور کړ

افغان کرکټ بورډ تېره میاشت په رسمي ډول د کرکټ له نړیوالې شورا د افغانستان غوره لیګ سیالیو د منظورۍ او ترسره کېدو غوښتنه کړې وه چې د یادې شورا له لوري ومنل شوه.

دا غوښتنلیک په داسې حال کې منل کیږي چې تر دې مخکې د اماراتو کرکټ بورډ هم د افغانستان غوره لیګ د ترسره کیدو ملاتړ کړی و.

د افغان کرکټ بورډ ویب پاڼې د معلوماتو له مخې دوی ته د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په راستول شوي ځواب کې د دغو لوبو منظوري ورکړل شوې چې په دې سره به د نورو هیوادنو د کرکټ ادارې هم وکړای شي هغوی پورې اړوند لوبغاړو ته په سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي.

د افغانستان غوره لیګ یا ای پي اېل سیالۍ به د روان زېږدیز کال د اکتوبر په پنځمه پیل نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شي او د همدې مياشتې تر ۲۱ مې نېټې به دوام وکړي او په دې لیګ کې د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او پکتیا پنځه لوبډلې شاملې دي.

د بورډ د معلوماتو په اساس د یادو پنځو لوبډلو د پېرلو داوطلبي اوسمهال روانه ده او پتیل کېږي چې دغه لړۍ به د روانې اګست میاشتې تر نیمایي پورې بشپړه شي.

عمرزی