د کرکټ نړیوا جام افغانستان ته راوړل کیږي

موده وړاندې په سوشیل میډیا فسبوک کې داسې اوازې وې، چې ګواکې د ۲۰۱۹ کال نړیوال کپ افغانستان ته نه وړل کیږي.

د افغان کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل له بي بي سره په مرکه کې ویلي، چې د کرکټ نړیوالې شورا هم د امنیت برخه کې تشویشونه درلودل، خو افغان کرکټ بورډ هغوی ته دا تضمین کړه او ورته ویلي، چې دافغانستان د دې کپ برخه وال دی او راوړل یې افغانستان خورا مهم دي.

مشعل وویل ((د امنیت تضمین یې مونږ کوو، نو بلاخر مونږ توافق ته رسېدلي یو، درې تاریخونه مونږ ته د ای سي سي له خوانه مونږ ته راکړل شوي وه، چې مونږ د ډیسمبر میاشت انتخاب کړې او د ډیسمبر په میاشت کې به د ولډ کپ ټرافي افغانستان ته راځي))

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالۍ شاو خوا ۹ میاشتې وروسته د مې میاشتې په لومړۍ نېټه په انګلستان هېواد کې پیلیږي او د جولای تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دې سیالیو کې لس لوبډلې افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، اسټرالیا، سویلي افریقا، کوربه انګلستان، نیو زیلېنډ او ویسټ انډیز هېوادونه شامل دي او هره لوبډله به د بلې لوبډلې سره یوه یوه لوبه ترسره کړي، چې د ډېرو سیالیو ګټونکې لوبډلې به سمي فاینل ته لار پیدا کړي.

خبریال : نصرت الله عمرزی