د کرکټ ټيمونو ۲۸ کلن روزوونکی اندري مولز افغان ملي ټيم ته د بالينګ روزنه ورکوي.

سر له اوسه د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو ته د تیاري په موخه د نيوزيلنډ او کينيا د کرکټ ټيمونو پخوانی روزونکی اندري مولز د افغانستان د کرکټ ملي ټيم ته د توپ وهنې يا بالينګ په برخه کې روزنه پیل کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وويل، اندري مولز، چې د روزنې په برخه کې ۲۸ کلنه تجربه لري، د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د بالينګ په برخه کې روزونکي ګومارل شوي دي.

اندري مولز، چې د څلورمې کچې روزونکي دي، د کينيا ټيم يې په ۲۰۰۵ ميلادي کال د نړيوال جام تر نيمه پايلوبې پوري رسولي و. دي د انګليستان د نولس کلونو د ټيم روزونکي هم پاتې شوي او له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۰۹ پوري د نيوزيلنډ د کرکټ د ملي ټيم روزونکي و.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د کرکټ د ۲۰۱۵ ميلادي کال د نړيوال جام لپاره تياري نيسي.