د کرکټ نړېوالې شورا لهخوا د زمبابوی په کوربتوب ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریز کرکټ نړیوال جام ته د غوراوي پړاو مهالوېش او لوبډلوېش اعلان شو.
د اعلان شوي مهالوېش او لوبډلوېش لهمخې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په (ب) ګروپ کې د مارچ په ۴مه نېټه لومړۍ سیالۍ له سکاټلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې سره وکړي.
د سکاټلیڼډ خلاف له لوبې وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله د مارچ په ۶مه نېټه له کوربه زمبابوی، د مارچ په ۸مه نېټه له هانګکانګ او د مارچ په ۱۰مه نېټه خپله وروستۍ ګروپي لوبډله وکړي.
افغان کرکټ ملي لوبډله به د ۳ معلومو سیالانو ترڅنګ څلورمه ګروپي لوبه د نړیوال کرکټلیګ دویم پړاو(world cricket league division 2) ټورنمېنټ له لومړي یا دویم مقام ګټونکې لوبډلې سره ترسره کړي چې تراوسه نهده معلومه.
دغه راز په (الف) ګروپ کې د لومړي ځل لهپاره له ۵۰ اوریز کرکټ نړیوال جام څخه نېغ په نېغ پاتې شوې ویسټانډيزۍ کرکټ ملي لوبډله له هالینډ، ایرلینډ او پي این جي کرکټ لوبډلو ترڅنګ له یوې بلې لوبډلې سره لوبېږي چې راتلونکې میاشت به په ډاګه شي.
اوسمهال د افغانستان په ګډون ویسټانډيز، زمبابوی، ایرلینډ، سکاټلینډ، هالینډ، پي این جي او هانګکانګ دغه غوراري پړاو ته لاره پیدا کړېده او ۲ نورې لوبډلې به ورته د نمیبیا په کوربتوب د فېبرورۍ له ۸ مې تر ۱۵ مې نېټې د کوربه نمیبیا، کاناډا، کینیا، عمان او عربي اماراتو پلان شوي ټورنمېنټ څخه غوره شي.
دغه سیالۍ به د راتلونکې مارچ په ۴مه نېټه پیل او په ۲۵مې نېټې د ۳۴ لوبو وروسته د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسېږي چې ۲ مخکښې لوبډلې به ترې د انګلستان په کوربتوب د ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.
د کرکټ نړیوالې شورا د پلان لهمخې، ګډونوالې ۱۰ لوبډلې په ۲ ګروپونو کې لوبېږي چی هره لوبډله به په ګروپ کې یو ځل له سیالو لوبډلو سره سیالۍ وکړي او د هر ګروپ ۳ مخکښې لوبډلې به شپږ غوره (سوپرسیکس) پړاو ته لاره پیدا کړي.
دغه راز نړیوال جام ته د ۲ لوبډلو غوره کېدو ترڅنګ به د هالینډ په شمول ۳ نورې لوبډلې تر ۲۰۲۲ کال پورې له کرکټ نړیوالې شورا سره د ۵۰ اوریز لوبو ترسره کولو امتیاز هم ترلاسه کړي.
د کرکټ نړیوالې شورا د خبرپاڼې لهمخې، ګډونوالو ۱۰ واړه لوبډلې به د رسمي غوراوي پړاو ټورنمېنټ پیلېدو وړاندې ۲ رسمي تمريني سیالۍ هم وکړي