د کرېکټ کمېنټري او تبصره باید څنګه وشي؟

لیکنه: شمس الرحمن شمس.

کرېکټ په نړۍ کې له فوټبال وروسته دویمه لوبه ده چې ډېر لېدونکي لري او همدا شان دا هغه لوبه ده چې هر بال له ځان سره تغیر لري او تر وروستې اور پورې خبره نه معلومیږي چې څوک یا کومه لوبډله ګټونکي ده؟

 

ځکه په کرکټ کې یو اور د کرکټ دنیا بدلولی شي او دا ثابته خبره ده.

نو دومره چې دا لوبه اساسه ده همدومره باید د لوبې وړاندې کوونکی(کمېنټېټر) هم باید پوره پام وکړي او کوشش وکړي چې تر وروستي حده بې طرفه پاتې شي.

لومړی خبره خو داده چې څوک د کرېکټ کمېنټري یا تبصره کولای شي؟

لومړی: شرط خو دادی چې کمېنټېټر باید پوره له کرکټ سره بلدتیا ولري او یاد دا چې د کرکټ لوبغاړی پاتې شوی وي.

دویم: شرط کمېنټیټر باید بې طرفه وي او د لوبې په جریان کې باید ددواړو لوبډلو مثبت اړخونه خلکو ته بیان او که د لوبې په جریان کې کومه تخنیکي تېروتنه کېږي نو د یو نظر په شکل ویلی شي،د بېلګې په ډول یو تېز توپ اچونکی د سیالۍ ډګر ته راغلی او هغه ته هېڅ سلیپ نه دی اخیستل شو نو ویلی شي، که یاد توپ اچونکي ته سلیپ واخیستل شي نو کولای شي چې د اج امکان پیښ شي.

یا داسې چې یوه لوبډله پرلپسي کمزوري ډګر ساتنه کوي او کېچونه تري ډراپ یا میس کېږي نو کمېنټېټر ویلی شي که کېچونه ونیول شي نو د لوبې په ګټلو کې به ډېره مرسته وکړي.

همدا شان پنځوس اورېزه سیالۍ کې پارټنشیب یا د دوو توپوهونکو ترمنځ ملګرتیا ډېره اړینه ده خو یوه لوبډله داسې لوبه کوي چې لوبغاړي یې پرله پسې د شاټونو هڅه کوي سره له دې چې کافي اورونه او بالونه له ځان سره لري نو باید وویل شي چې ملګرتیا په کار ده.

ولې دا وویل شي ضرورت یې څه دی؟

ګوری معمولآ نړیوال سیالۍ چې کله هم کېږي نو لوبډلې یو وار خپلې تېرې سیالۍ د غلتیو د اصلاح لپاره ګورې او دا معلومه خبره ده چې هغوی د نړیوالو تبصره کوونکو له خولې خپلې تېروتنې اصلاح کولای شي.

راځو افغانستان کې دا بهیر څنګه روان دی؟

افغانستان چې د یوې اوږدې او کرغېړنې جګړې شاهد دی هره ورځ په کې له درده او غمه ډکې شېبې په کې تجربه کېږي نو لازم ده چې ددې خلکو لپاره د خوښۍ یوه داسې زمینه ده چې دوی ورته اړتیا لري.

کله چې د افغانستان کرکټ شروع شو نو زموږ لومړی سیالۍ وي زما یاد شي چې د بي بي سي راډیو څخه به د څو اورونو وروستي معلومات خپرېدل ان په کرېکنفو کې هم زموږ د لوبو معلومات نه خپرېدل یوازې بي بي سي خبریال ایمل پسرلی و چې له خپلو هېوادوالو سره یې معلومات شریک کول.

دلته په افغانستان کې له کرکټ سره بې کچې مینه خلک کوي، کله چې هم د افغان اتلان لوبه وي نو راډیو یې غږونو ته نېولي وي او ټلوېزیون ته په ډلیز شکل ناسته کوي.

ان کله خو داسې هم راځي چې د بریا په صورت کې بې اندازې زیاتې ډزي کوي ته به فکر کوي چې نړیواله جګړه شروع شوه خو دا یې تر ټولو بدی او بې خونده عمل دی خو له دې سره خواکې داسې شېبې هم راغلي چې د لوبې په بایللو یې خپل اتلان بوتلان کړي او هغوی پسې یې بد رد ویلي.

او په دې برخه کې د ډېر خفګان له امله یو شمېر افغانان د زړه د درېدو له امله ژوند هم له لاسه ورکړی.

افغانستان کې اکثره کمېنټېټران تر ډېره د خپل نظر منونکي دي او څه چې یې خوښه وي هغه وایي، خو ډېری یې بیا داسې دي چې په کرېکټ ډېره مثبه تبصره کوي او د کرکټ په هر حال کې خپل اورېدونکو ته منطیقي دلایل وړاندي کوي او هغوی هم ورسره تر پایه ملتیا کوي.

بله خبره ده چې ځینې کمېنټیټران د بې طرفۍ اصل د لاسه ورکوي او ان د خپلې لوبډلې خو پرېږده د نورو کلک ملاتړ کوي او څومره چې وس یې کېږي د یوې لوبډلې د لوبغاړو بې ځایه تعریفونه کوي چې دا په حقیقت کې ښه کار ندی ځکه د یوې لوبډلې مینه وال ډېر پري خفه کېږي.

یوه بله مهمه خبره دلته د یو شمېر افغان کمېنټرانو داده چې ډېر ژر احساساتي کېږي او لویه لوبه د یوې لوبډلې په ګټه اعلان کړي حال دا چې کرېکټ تر وروستي بال پورې څوک قضاوت نه شي کولای.

هېڅ کمېنټېټر نه شي کولای چې د سلیکشن په برخه کې نیوکه وکړي ځکه دا بورډ او د یوې لوبډلې کوچ ته سپکاوی دی هو که خپله ملي لوبډله مو وي نو بیا په کور دننه ویلی شي چې ووایي پلانکی لوبغاړی دې لوبو ته جوړ او پلانکی ناجوړ لوبغاړی دی خو پر منطیق ولاړ نظر باید شریک شي خو زما په نظر بیا هم دا کار ماته مناسب نه ښکاري.

کمېنټېټر باید فکر وکړي چې ده ته څوک ناست دي، دی باید پوه شي چې یو لوی ولس یې خبرو ته ناست دی له چارواکو نیولې تر ماشومان او میرمنو په ګډون خلک ورته غوږ دي نو په کار ده چې ددې ټولو ذوق او تلوسه په نظر کې ونیسي.

یو کمېنټېټر باید کوشش وکړي چې بال په بال معلومات ژر اعلان کړي البته که له راډیو لوبه خپروي نو سکور او اورونو ویل مهم دي.

داسې نورې ډېرې خبرې دي چې راتلونکي کې به پري لېکنه وکړم د اوس لپاره مو له پاملرنې نړۍ مننه کوم.