د کمپيوټر پرله پسې کارولو پر مهال بايد خپلې سترګې څنګه وژغورو؟

کور يا دفترونو کې د کمپيوټر ډېر کارولو له امله د انسان سترګې د نظر کمښت سربېره پر يو شمېر مرضونو اخته کيږي.

امريکايي ډاکټرانو د دې ستونزې اسانه حل دا ښوولی، چې هر شل دقيقې وروسته بايد کمپيوټر کاروونکی شل ثانيې خپلې سترګې له کمپيوټره پورته کړي او شل فټه لرې ځای کې بايد پر يو ځای متمرکزې کړي، دې سره به کمپيوټر کاروونکی د سترګو له ناروغيو خلاص شي.

طبي کارپوهان وايي، چې پرله پسې کمپيوتر کاروونکی د سترګو، ملا او څټ په نارغيو اخته کيږي. له همدې امله بايد هر شل دقيقې وروسته کمپيوټر کاروونکی لږه شېبه دمه وکړي، تر څو د پېښېدونکو ناروغيو څخه خلاص وي.