دوشنبه , 29 اپریل 2024

د کمپیوټر بنسټېزه پېژندنه

انسان تل د خپل سخت کار د اسانه کولو دپاره  د یوي لاري چارې په لټه کې دی د همدې امله د تاریخ په اوږدو کې یې بېلابېل سامان‌آلات او ماشینونه جوړ کړي دي چې هر یویې په خپل وار سره د بشر د پرمختګ لامل ګرځیدلي دي او د ژوندانه په چارو کي یی آسانتاوې منځته راوړي دي.  پاسکال فرانسوی ریاضي‌پوه لومړنۍ ساینس‌پوه وو چې مېخانیکي حساب ماشین یې جوړ کړ او د هغه وروسته نور پرمختللي حساب ماشینونه جوړ سول. په ۱۸۲۲ م کال کي انګریز چارلز بابیچ چې ډېر وګړي یې د کمپیوټرپوهني په  پلار پېژني، لومړنۍ آند یې د اتومات حساب ماشین په اړه وړاندې کړ، او دهغه آند نه په ګټي اخیستني لومړنۍ کمپیوټر هاروارډ ایکن  د IBM شرکت په مالي او تخنېکې مرسته په ۱۹۴۴ م کال کي په هاروارډ پوهنتون کي جوړ او ګټي اخیستني ته وړاندي سو. نوموړی کمپیوټر د میخانيکي او الکترونیکي وسایلو په ترکیب سره یې کار کاوه او د ځواک او کړنو په اساس د اوسني حساب ماشین په څېر وو  خو توپير یې دا وو چې ۹۰۰ مربع متره په اندازه يې ځای نېولی وو او وزن یې تر ۳۰ ټنه رسیدی!.

 د کمپیوټر تعریف

کمپیوټر هغه وسیله ده چي د زېرمه کولو او پروګرام وړونکي (programmable) وړتیا ولري، او د ریاضي او منطقي عملیات په چټکۍ سره ترسره او پایله(نتیجه) یې وړاندې کوي. یا په بله ژبه هغه وسیله  ده چې لاندې ۳ دندي ترسره  کولای سي:

  • د ډاټا ترلاسه کول
  • د ډاټا پروسس
  • د پروسس سوو ډاټا پایله وړاندې کول
 د کمپیوټر بنسټېزه پېژندګلوي:
 ۱- سیسټم(System)

د   یو بل سره تړلي مختلفو عنصورونو او اجزاوو ټولګي چې د یوي ځانګړې موخې د ترسره کولو د پاره یوځای کار کوي، د سیسټم په نوم یادېږي.

هر سیسټم ۳ لاندې اصلي برخې لري:

  • ننوتۍ (input)
  • پروسس/ بهېر (process)
  • وتني (Output)

کمپیوټر

لکه څنګه چې په لوړ انځور کې وینئ هر سیسټم یو لړ input لري او پر هغه باندې د ځانګړو عملیاتو وروسته output منځته راځي.

د بېلګي په توګه: د یوي فابریکې سیسټم په نظر کې ونیسئ. په یوي فابریکې کې input هماغه اولیه اومه توکې دي چې د تولید د پاره اړین دي. په فابریکه کې کارکوونکي او وسایل په اولیه موادو بېلابېل عملیات ترسره کوي چي په پایله کې یې یو محصول منځته راځي، نوموړي تولید سوي محصول ته output ویل کېږي.

 ۲-  د کمپیوټر سیسټم:

د کمپیوټر سیسټم ډاټا د input په واسطه و کمپیوټر ته دننه کوي او د پروسس وروسته، د پروسس سوو ډاټا حاصل ته مالومات(information) ویل کېږي او د output په وسیله یې پایله د کمپیوټر پرمخ وړاندې کیږي.

  ۳-  ډاټا (Data):

اومه او خام مالومات (ناپروسس سوې مالومات) چي د کمپیوټر سیسټم په هغه باندې پروسس کوي تر څو غوښتل سوې پایله ترلاسه سي. د بېلګي په ډول په یوه سیسټم یا ډیټابیس کي د کارمندانو په ځانګړتیاوو کې، معاش، عمر او د کار د پیل نېټي ته ډاټا وايي.

۴- پروسس/بهېر(Process):

د يو لړ عملیاتو ټولګۍ(مجموعه) ته چې په ډاټا تر سره کېږي ترڅو د سیسټم موخه ترلاسه سي، پروسس ویل کېږي.

پروسس کېدای سي په لاندې بڼه وي:

  • ډېر ساده(بېلګه: د دوو اعداو جمعه کول)
  • پېچلی(بېلګه: د کارمندانو معاش حسابول)
  • ډېر پېچلی(بېلګه: د هوا پېژندني سپوږمکېز انځورونو تحلیل)
۵- مالومات(Information):

د پروسس سوو ډاټا حاصل ته مالومات ویل کېږي.

۶- د کمپیوټري سیسټم ډیاګرام:

کمپیوټر-ډاټا