د کندهار اوسېدونکي وایي کانټينري بې اسنادو موټرو ته دې اسناد ورکړل شي

دوی وایي يادو موټرونو ته د اسنادو په ورکړي سره به ترافيکي نظم زيات او د امنیتي او جنائي پېښو مخه به هم ونیول شي. دا مهال په کندهار کې شااوخوا څلوېښت زره کانټنري موټرونه شتون لري. د کندهار ترافیک پوليس هم دا ستونزه مني خو وایي په دې اړه د پريکړي صلاحیت نه لري.
نور حال د عطاالله عمر په راپورکې…