د کورني کرکټ پخوانی مدیر له دندې ګوښه شو

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي، چې د کورني کرکټ پخوانی مدیر هستي ګل عابد د ۲۰۱۸م کال د غازي امان الله خان په لېسټ آې لوبو کې د جعلي لاسلیکونو، له لوبغاړو د مالیې پېسې ګرځولو، لوبغاړو ته د پيسو د نه ورکړې او په فساد کې د ښکېلتیا له امله له دندې ګوښه کړل شو.

د کرکټ بورډد اعلامیې پربنسټ هستي ګل تر دې مهاله له ادارې سره د ملي روزونکي په توګه دنده ترسره کوله چې له دې وړاندې یې له افغانستان کرکټ بورډ سره د کورني کرکټ د مسوول او په نورو بېلابېلو برخوکې دندې ترسره کړې دي.   د کرکټ بورډ اعلامیه زیاتوي یاده پرېکړه د بشري سرچینو د اصولو د شپږمې مادې پر بنسټ نیول شوې چې پر بنسټ یې باید په فساد او اړوند مواردو کې د ښکېلتیا له امله د ادارې کارکوونکی له دندې ګوښه کېدلی شي.  د کرکټ په اعلامیه کې زیاته شوې، چې هستي ګل عابد په دغو مواردو اعتراف کړی او  ښکېلتیا یې پکې منلې ده.

هستي ګل عابد خپله بیا د کرکټ بورډ دا پرېکړه ناسمه بللې ده او له ولسمشر څخه یې ګیله کړې، چې داسې مشران یې پرې ګومارلي، چې په اداري اصولو سم نه پوهېږي.

د هستي ګل ټینګار دا دی، چې ادارې باید یو ځل ده ته اخطاریه ورلېږلی وای او بیا یې ستونزه ورسره شریکه کړې وای؛ خو هغوی مستقیماَ د منفکۍ امر کړی دی او له دندې یې ګوښه کړی دی.